Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م. م کارپوهان: له ا.ا غواړو د نجونو او مېرمنو نیولو لړۍ ودروي

د م. م کارپوهان: له ا.ا غواړو د نجونو او مېرمنو نیولو لړۍ ودروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/04

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې له اسلامي امارت غوښتي چې ژر تر ژره هغه مېرمنې له بنده ازادې کړي چې د حجاب د نه مراعت له امله په دې وروستیو کې نیول شوي دي.

د یاد سازمان راپور کې دغه نیونې خپلسرې او د بشري حقونو ښکاره نقض او د افغان مېرمنو د ازادیو سلبول بلل شوي.

یادې ډلې له اسلامي امارت غوښتي چې د مېرمنو پر وړاندې د تبعیضي چلن کنوانسیون په ګډوڼ د بشري حقونو ټول نړیوال اصول مراعت کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي او خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د  راپور یوه برخه:« موږ له طالبانو غواړو، چې د حجاب د مسلې پر سر خپلسرې نیونې او د هغوی ازادیو له محرومولو لاس واخلي، چې دوی پر مېرمنو لګولي او په بېړني ډول ټولې هغه مېرمنې بېرته له بنده ازدې کړي، چې دا مهال د دوی له لوري بندیانې شوي.»

په ورته مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ورته غوښتنه کړې.

بېنېټ دغه کار له بشري حقونو سره په ټکر کې بللی او په خبره یې ورته کړنې کولی شي په راتلونکې کې د بنسټیز تبعیض دوام ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړې:« د ملګرو ملتونو له کارپوهانو سره یو ځای، زه هم له طالبانو غواړم چې د بدحجابۍ په تړاو د مېرمنو او نجونو خپلسرې نیونې ودروي، چې له بشري حقونو څخه سرغړونه ده. دغه کار د تبعیض بنسټیز سیسټم ته دوام ورکوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د بې‌حجابۍ په تړاو د افغان مېرمنو نیول په کلکه ردوي او د ملګرو ملتونو دغه راپور ناسم، له واقعیته لرې او د کمزورو مالوماتو پر اساس بنا شوی بولي.

د مجاهد په خبره، دا مهال په دې تړاو د حکومت په بندخونو کې هېڅ مېرمنه نشته ده.

مجاهد زیاتوي: « دا ډېر د تاسف ځای دی چې کارپوهان په دومره ضعیفو مالوماتو استناد کوي. تراوسه نه ښځېنه نیول شوې دي او نه یې په زندان کې لرو، البته په ابتدا کې یو دوه قضیې پېښې شوې وې، چې هغه هم د اصلاح په بڼه وې د نیولو او توقیف خبره نه وه، توصیه وه او د دوو ساعتونو لپاره مېرمنې توصیه شوې وې؛ نور نو نه څوک نیول شوي نه ځورول شوي، په دې تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.»  

د ښځو د حقونو برخې یو شمېر فعالانې بیا په هېواد کې د افغان مېرمنو د حقونو غوښتنې له له سرپرست حکومت کوي او زياتوي، چې مېرمنو ته د حقونو د ورکړې او ورسره د چلن په برخه کې له احتیاط کار واخلي.

د ښځو د حقونو برخې فعاله روح ګل افغان وايي: « اسلامي امارت دې ژر تر ژره په اساسي قانون کار وکړي او د ټولو اتباعو حقوق دې په کې درج کړي او ښځینه په کې باید عمده رول ولري.»   

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په خواله رسنیو ګڼې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې په کې لیدل د امر بالمعروف وزارت یو شمېر محتسبینو په کابل کې چې دقیق ځای یې څرګند نه دی یو شمېر ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تړاو نیسي او پوځې وسایطو ته یې پورته کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist