Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م ښځو څانګه: د سرپرست حکومت له لوري وضع شويو بنديزونو ښځو ته زيان رسولی

د م.م ښځو څانګه: د سرپرست حکومت له لوري وضع شويو بنديزونو ښځو ته زيان رسولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

د ملګرو ملتونو ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د واکمن نظام د سختو محدودیتونو لرې کولو لپاره فعالانه کار وکړي.

راپور کې ویل شوي، اسلامي امارت په خپلې درې کلنې واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو محدودونکي ۷۰ فرمانونه او لارښوونې صادر کړي دي.

د راپور یوه برخه:« د نجونو پر ثانوي زده ‌کړو او پوهنتونونو او دغه راز عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ محدودیتونه او په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار محدودیت هغه څه دي، چې ښځې یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.» 

په راپور کې وړاندې راغلي، په نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو د سرپرست حکومت بندیز نه یوازې د دغو بنسټونو د ښځینه کارکونکو پر ژوند اغیز کړی، بلکي هغه ښځې چې خدمات يې ترلاسه کول هم اغېزمنې کړې دي.

د راپور یوه برخه: « افغانې ښځې په سیسټماټیک ډول له اقتصادي خپلواکۍ څخه بې برخې شوې دي، په سوداګریزه برخه او خصوصي سکټور کې د دوی شتون خورا کم شوی دی.»

بل لور ته د ښځو حقونو  برخې فعالانې بیا وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو د درېيو کلونو په تېرېدو سره پر افغان ښځو محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او دې کار د ښځو پر ژوند ژور منفي اغېز کړی.

دوی زیاتوي، که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

د ښځو حقونو فعاله مزدلفه کاکړ وايي: «پر ښځو د واکمن حکومت محدودیتونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. له بده مرغه دغو محدودیتونو د ښځو پر ژوند ډېر زیات منفي اغېز کړی. کله چې د یوې ټولنې نیمايي برخه یا ښځې بې کاره شي، نو د دوی ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېږي او دغه ستونزه نه یوازې د دوی کورنۍ بلکې ټولنه هم اغېزمنوي. همدارنګه کله چې نجونې له ښوونځیو څخه منع شي، دا د هغوی پر رواني حالت منفي اغېز کوي.»

د ښځو حقونو فعالانې له سرپرست حکومته غواړي، چې نجونو ته د زده ‌کړو او ښځو ته په دولتي او خصوصي ادارو کې د دندو ترسره کولو اجازه ورکړي.

بله خوا د سیاسي چارو کارپوهان ښځې د افغاني ټولنې نیمايي برخه بولي او وايي، که پر ښځو د کار او زده ‌کړو محدویتونه دوام ولري، نه یوازې د ښځو بلکې د ټول افغانستان لپاره به منفي پايلې  ولري.

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان خلک او ښځې غواړو چې زده کړې وکړي، خو د بهرنیو هېوادونو په غوښتنه نه بلکې له افغاني کولتور او دودونو او دغه راز له اسلامي شریعت سره سم.»

سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د ښځو برخې دې تازه راپور ته غبرګون نه دی څرګند کړی او موږ هم هڅه وکړه، چې په دې اړه د مسوولانو نظر واخلو، خو په دې کار بریالي نه شوو.

له دې وړاندې د سرپرست حکومت ویاند له شمشاد سره په خبرو کې ويلي و، چې سرپرست حکومت د ښځو او په ټوله کې د بشري

حقونو تأمین ته ژمن دی او د بل هر وخت پرتله يې دغه حقونه د شريعت په چوکاټ کې ورکړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist