Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م مالي  او اداري چارو کمېټې مشر: افغانستان ته مو د  سفر موخه د یوناما چارو ارزونه ده

د م.م مالي  او اداري چارو کمېټې مشر: افغانستان ته مو د  سفر موخه د یوناما چارو ارزونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/09

په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو مشورتي کمېټه چې ۲۱ غړي لري، د اسلامي امارت بهرنیو  چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې کتلي.

کتنه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازولۍ ، د بشري مرستو پر اغیزمنتیا او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر ملاتړ خبرې شوې دي.

د دغه کمېټې مشربچاربونګ عبدالله ویلي، افغانستان ته یې د سفر موخه  په دغه هېواد کې د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي چې د افغانستان لومړیتوبونه په نښه او د ملګرو ملتونو عمومۍ اسمبلۍ ته یې وړاندې کړي.

د عبدالله په خبره، په افغانستان کې ډاډمن امنیت د خلکو عادي ژوند او ښاري خدمات مثبت پرمختګونه دي او د وضیعت لا نږدې څارلو لپاره ولایتونو ته هم سفرونه ولري.

هغه زیاته کړې:« د سفر موخه مو په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړو، چې د افغان لوري لومړیتوبونه په ګوته کړو، څو یې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وړاندیز کړو. په افغانستان کې امنیت، ښاري خدمتونه او د خلکو د ژوند عادي حالت د پام وړ مثبت پرمختګونه دي. له کابل وروسته به ولایتونو ته هم سفرونه وکړو، څو وضیعت له نږدې وګورو او په اړه یې خپل وړاندیزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کړو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دغه ناسته کې هغه لاسته راوړنې او ترسره شوې چارې یادې کړې چې په تیرو نږدو درې کلونو کې ترسره شوي دي .

امیرخان متقي د روږدو کسانو درملنه ، دبې وزلو او یتمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکتور په برخه کې د ښځو رول یادونه وکړه او زیاته کړه له کلونو جګرو وروسته اوس په افغانستان کې سترو بنسټیزو اقتصادي پروژو پیل ته زمینه برابره ده او باید پیل ته یې چارې برابرې شي.

د مقتي په خبره، اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان دې د نورو پر بشري مرستو اتکا ولري او دې موخې ته د رسېدو لپاره اقتصادي پروژو پلي کولو ته اړتیا ده.

متقي وايي:« له کلونو جګړو او بې ثباتیو وروسته اوس د دې لپاره فرصت برابر شوی، چې د افغانستان په خاوره کې د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو لکه د ټاپي، کاسا زر، افغان ټرانس رېل او ورته نورو پروژو پیل ته لارې چارې برابرې شي. اسلامي امارت نه غواړي، چې د اوږد مهال لپاره افغانان د نورو پر بشري مرستو متکي وي. پکار ده داسې پروژې پلي شي، چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودروي او پکار ده، چې مرستې په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پیدا شي، داخلي تولیدات او صنعت وده وکړي او ملګري ملتونه خپلې اړتیاوې له افغان بازارونو پوره کړي، څو د افغانستان د خصوصي سکتور حمایت وشي.»

همدا راز متقي کوچنیو سوداګریو وده ، پراختیايي پروژو ته پاملرنه ، افغان بزګرانو ته د بدیل معشیت ورکړه او پر بشري مرستو نه اتکا د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل چې باید ورته پاملرنه وشي .

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو مشورټي کمېټه له سیاسي او اقتصادي پلوه باصلاحیته ده او افغانستان ته یې د پلاوي راتګ د افغانانو پر ګټه دی.

دوی وايي، افغان چارواکو ته پکار دي چې په لېدنو کې دغه پلاوي ته قناعت ورکړي چې دا به له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان پر ګټه کار وي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د ملګرو ملتونو د مالي او اداري چارو کمېټه، که څه هم نوم یې کمېټه ده، شورا نه ده، خو ډېر زیات اهمیت لري،  د ملګرو ملتونو سازمان ټولې څانګې، تخصیص او بودیجه  دا ورکوي، پر ټولو څار هم کوي، نو ترهغې چې دا کمېټه ورته اجازه ورنه کړي، دا بخشونه نه شي کولی کار او فعالیت وکړي، یانې ډېره باصلاحیته او واکمنه کمېټه ده. دا کمېټه ډېر سیاسي او اقتصادي اغېز په ملګرو ملتونو او نړۍ کې هم لري. داچې پلاوی یې افغانستان راغلی دی، نه یوازې دوی څېړنه کوي بلکې هدف دا ده چې له چارواکو سره ګوري. نو دا یو ډېر ښه فرصت دی، چې د ملګرو ملتونو فعالیتونه دلته زیات هم کړي،ځکه دوی یې مشخص کوي، له هغې وروسته ورته بودیجه ورکوي او کمک هم ورسره کوي. نو دا د افغانستان په خیر ده، که چېرې د طالبانو چارواکي وکړی شي، دوی ته قناعت ورکړي او ښه ډیالوګ ورسره وکړي.»

په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو مشورتي کمیټې غړي چې شمیر یې ۲۱ تنو ته رسیږي  د یوناما چارو د ارزونې په موخه کابل ته راغلي.

د دغې کمیټې غړي به د خپل سفر په لړ کې له افغان چارواکو سره هم وګوري او د وضعیت له نږدې څارنې لپاره به ولایتونو ته هم سفرونه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist