Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د م.م بشري حقونو کارپوهان: ا.ا دې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي

admin by admin
2023/03/22

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو یوه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي دي، ترڅو د نوي ښوونیز کال په پیل سره ټول افغانستان کې تعلمي مرکزونه پرانیزي او د ټولو لپاره له نړیوالو معیارونو سره سم د زده کړو زمینه برابره کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ پر طالب چارواکو غږ کوو،ترڅو ژر تر ژره د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۲ نیټه ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، ټولو نجونو او هلکانو ته له نړیوالو معیارونو سره سم د زده کړو زمینه برابره، تعلمي برخه کې پر ښځینه کارماندانو ټول محدودیتونه لرې او نجونو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر کړي. د دې هیلې پرځای داسې ښکاري،چې د دویم پرله پسې ښوونیز کال لپاره به نجونې له زده کړو محرومې وي.»

د اسلامي امارت ترڅنګ دغو کارپوهانو پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی دی، ترڅو د اسلامي امارت له چاروکو ورته غوښتنه وکړي او افغانستان کې دې د رسمي ښوونیز سیسټم مالي ملاتړ وکړي.

دوی ویلي، یوازې د ښوونځیو پرانېستل بسنه نه کوي، بلکې د زده کړو کیفیت ته هم باید پام وشي او د مسلکي ښوونکو ګومارنه دې په نظر کې ونیول شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« ان  که دا بندیز بېرته واخېستل هم شي، موږ بیا هم د زده کړو د کیفیت په اړه اندیښمن یو،چې د نجونو او هلکانو لپاره به يې زمینه برابره شي. د هلکانو د ثانوي ښوونځیو څخه داسې ځورونکي راپورونه تر لاسه شوي،چې د وړ مسلکي ښوونکو پر ځای دیني ښوونکي ګومارل شوي او د ښوونځيو په نصاب کې د پام وړ بدلون راوستل شوی دی،چې ځینې اصلي مضامین لرې شوي دي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې په افغانستان کې د اوس لپاره د ښځو او نجونو لپاره د لیدو کتو او زده کړو خوندي ځای نشته دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي،که وضعیت همداشان دوام وکړي،د افغانانو په ژوند به بدې اغیزې وکړي او د ښونیز سیسټم بیارغونه به لسیزې وخت ونیسي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« افغانستان کې اوس د نجونو لپارهېڅ داسې خوندي ځای نشته دی،چې په کې په ازاد ډول زده کړې وکړي یا له یو بل سره وګوري. که پر زده کړو بندیز همداشان دوام وکړي، نو په ځانګړي ډول د نجونو او همدرانګه د ماشومانو په ژوند به منفي اغیزې وکړي او بیا رغونه به یې لسیزې وخت ونیسي،چې موږ اجازه نه ورکو دا پیښ شي.»

دا لومړی ځل نه دی،چې نړیوال دا ډول غوښتنې کوي او د زده کړو د بهیر په تړاو اندېښنې وړاندې کوي،بلکې له دې وړاندې هم بار بار دا ډول غوښتنې شوې دي.

که څه هم اسلامي امارت دا پریکړې موقتي بولي او ډاډ یې ورکړی دی،چې ژر به ښوونځي پرانیزي،خو د نوي ښوونیز کال له پیل سر سم لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو کومه تمه او هېله نشته دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist