Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مکروريانونو د تدویر او مراقبت شرکت مسوولینو د لاسته راوړنو او شته ستونزو په تړاو ناسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/21

په کابل کې د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر لومړۍ» د  مکروريانونو د تدویر، حفظ او مراقبت دولتي شرکت مسوولینو،د مکروریانونو اوسېدونکو سره د ستونزو د حل او همداراز د  پورونو راټولولو په  اړه ناسته وکړه. 

ناسته کې یاد شرکت د خپلو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په تړاو مالومات ورکړل او پر هغو ستونزو سلا مشورې وشوې،چې د مکروریانونو اوسېدونکي او یاد شرکت ورسره مخ دی.

د مکرویانونو د تدویر او مراقبت شرکت  مشر غلام عمر عبدالله  وايي:« له لاسته راوړنو یوه دا ده،چې موږ غوښتل کوم سيستمونه چې د دې شرکت دي، هغه باید تجدید،نوي او بدل شي،سيتم یې،ځکه دا ډېر پخوانی سيستم دی، نو په دې برخه کې مو يوه طرحه د بیارغونې جوړه کړه. دا طرحه مو  د روسیې سفارت له استازو سره شریکه کړه او ورسره مو د عوایدو په راټولولو کې ځینې عايداتي منابع فعاله کړې،چې مخکې غیرې فعاله وې.» 

عبدالله مني،چې لسیزې پخوا د روسانو له خوا په جوړو شویو، مکروریانونو کې  د مرکز ګرمۍ، اوبو او کانالیزاسیون برخه کې ستونزې زیاتې شوي او ډاډ یې ورکړ،چې د حل په موخه یې کابل کې د روسيې سفارت له چارواکو سره خبرې کړي دي.

عبدالله زیاتوي:«زموږ پر وړاندې لوی خنډ دا دی،چې سیستمونه ټول استحلاک شوي دي، او بند شوي دي. موږ هغسې چې د خلکو توقع او تمعه ده،هغسې خدمات نه شو ارايه کولای. نو د دې سيتسمونو د تغیر او تبديل له پاره لوی مالي امکاناتو او بوديجې ته اړتيا ده، فعلاُ شرکت دومره امکانات نه لري.» 

عبدالله وايي، د مالیاتو، د اپارتمانونو د صفایي، اوبو او مرکز ګرمۍ له درکه یې، په خلکو ۶۰۰ میلونه افغانۍ پور پاتې دی،چې يوازې ۸۴ میلیونه افغانۍ یې راټولې کړي دي. 

هغه زیاته کړه:«موږ څه باندې شپږو میاشتو کې ۸۴ ميلیونه افغانۍ پورونه راټول کړي دي. دا شمېر مخکې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ وه، چې اوس پنځه سوه او څو ته راښکته شوي دي. هغه پورونه چې زموږ پر خلکو باندې پاتې و او خپله شرکت چې ۴۴۸ میلیونه افغانۍ قرضداره و، ۴۰میلیونه پورونه مو اداء کړي دي.» 

دغه دولتي شرکت د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل،چې د دوی څلور بلاکونه چې تصرف شوي بېرته دې دوی ته وسپارل شي او يا دې بديل ورکړي.

 غلام عمر عبدالله همدا راز د بريښنا بېلونو او لګښت کمولو غوښتنه هم  وکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist