Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له وړاندیزونو ملاتړ اعلان کړ

د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له وړاندیزونو ملاتړ اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/07

بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي خبرو اترو ناستې په پای کې هغه څو اړخیز سیاسي مکانېزم شریک کړای شو چې د دواړو لورو د جګپوړو چارواکو په خوښه رامنځته شوی. ګډونوالو ټینګار کړی چې دا څو اړخیز مکانېزم باید پیاوړی او دوامداره پاتې شي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي ناسته د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې وه چې په کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو چارواکو او ډېپلوماټانو ګډون درلود.

د دې وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپلو خبرو پرمهال ټینګار کړی چې د دې نوښت په رڼا کې دې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادو څېړونکي د لارې یوه نقشه ترتیب کړي، ترڅو د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د بېلابېلو  مسایلو په تړاو ګډ لید لوري رامنځته شي. 

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « دا څو اړخیز سیاسي مکانېزم چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په خوښه رامنځته شوی، باید پیاوړی او دوامداره شي؛ د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړنیز متخصصان دې په مناسب وخت کې ناسته وکړي او د دې نوښت په رڼا کې دې د لارې یوه نقشه ترتیب کړي او په چوکاټ کې یې دې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ګډو امنیتي ستونزو په اړه د ګډ امنیتي لیدلوري پر سر بحث او د نظر تبادله وکړي. همداراز د دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو لپاره دې ګډ لیدلوری او همغږي رامنځته کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخنیوي لپاره دې په ګډه هلې ځلې وشي.

په دې ناسته کې ګډونوالو  دغه نوښت اغېزناک بللی او  د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د وړاندیزونو ملاتړ یې کړی. د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو هوډ کړی چې په ګډه به  د دې وړاندیزونو پر عملي کولو کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په علامیه کې وړاندې ویل شوي، د منځنۍ اسیا د دغو پنځو هېوادونو استازو په داسې حال کې چې له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړې کولو لپاره د خپلو هېوادونو لېوالتیا څرګنده کړې، دغه راز یې د ترهګرۍ او قاچاق پر وړاندې هم د افغان حکومت د مبارزې ملاتړ څرګند کړی.

سیاسي شنونکي د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان او منځنۍ اسیا د کنفرانس نوښت د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخولو لپاره خورا مهم بولي.

د شنونکو په باور، داسې کنفرانسونه په سیمه کې د امنیتي ستونزو په تړاو شته اندېښنې هم رفع کولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « زما په اند، دغه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې، د غوره ډېپلوماټیکو اړیکو ټینګولو، د تجارت او ټرانزیټ لپاره د لارو لټولو لپاره یوه ګټوره او پرځای ناسته وه. اسلامي امارت په دې ناسته کې د هغو تشویشونو لرې کولو مثبته هڅه وکړه چې منځنۍ اسیا یې د ترهګرۍ له ادرسه لري.»

د افغانستان او منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د استازو ترمنځ مشورتي ناسته داسې مهال جوړیږي چې له یوې خوا افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې دي او ان د دواړو لورو ترمنځ د وسله والو نښتو سبب هم شوې، له بلې خوا پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو هم سیمه کې کړکېچ پراخ کړی.

د نړیوالو چارو شنونکي په دې اند دي چې اسلامي امارت باید د شرایطو حساسیت ته په کتو د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سره د خپلو اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist