Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې پر مرستو ټینګار کړی

د منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې پر مرستو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/19

د منځنۍ آسیا پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني لومړي وزیر د منځنۍ آسیا او جرمني په دویمه ګډه ناسته کې له افغانستان سره په تعلیمي، اقتصادي او بشري برخو کې پر مرستو ټینګار کړی.

قزاقستان، ترکمنستان، ازبېکستان، قرغیزستان، تاجیکستان او جرمني په يوه ګډه اعلامیه کې سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د افغانستان پرمختګ مهم بللی.

د دغو هېوادونو ګډې ناستې ته د ترکمنستان او ازبېکستان ولسمشرانو په منځنۍ آسیا کې د افغانستان امنیت، اقتصادي ثبات او سیمه ‌يیز اتصال یو مهم فکټور یاد کړی او له افغانانو یې غوښتي چې له موجوده فرصتونو د اقتصادي پرمختګونو لپاره ګټه واخلي.

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمد اوف ویلي: « په افغانستان کې وضعیت د سیمې سولې او امنیت ته یوه مهمه مساله ده. زموږ ارزونې د دغه هېواد پر حقایقو ورټولې دي. اوسمهال افغانانو ته ښه فرصت شته چې خپلې اوږدمهاله ستونزې او ننګونې له منځه یوسي او د خلاقیت یا نوښتونو، اقتصادي ثبات، ټولنیزو پرمختګونو، سولې او اتحاد په برخه کې جدي کار وکړي.»

ازبېکستان هم له جرمني او نورو اروپايي متحدینو غوښتي چې په سیمه کې افغانستان هم د اقتصادي شریک په توګه وپېژني.

د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د مرکزي آسیا او جرمني د همکاریو دویمې ګډې ناستې ته ویلي، له افغانانو سره د زده ‌کړو او ښوونیزو بنسټونو په جوړولو کې مرستې مهمې دي.

نوموړي له افغانانو  او په ځانګړې ډول له افغان نجونو او ښځو سره د تعلیم په برخه کې د همکارۍ لپاره د ازبېکستان په سرحدي ښار ترمذ کې د یوه ښوونیز بنسټ جوړول اړین بللي.

بله خوا، د جرمني لومړي وزیر افغان ښځو او نجونو ته د اساسي حقونو د ورکړې غوښتنه کړې او دې هدف ته د رسېدو لپاره يې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین  ګڼلي.

د جرمني لومړي وزیر اولوف شولڅ ویلي:« په افغانستان کې داسې پېښې رامنځته کېږي چې خپه کوونکي دي. د بشري حقونو ورکړه اساسي حقونه دي چې باید له پامه ونه غورځول شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، هر هېواد د خپلو ملي او نړیوالو مشترکو ګټو لپاره له نورو هېوادونو سره تعامل کوي.

د دوی په خبره، له افغانستان سره په سیمه او ګاونډ کې د یو شمېر هېوادونو مثبتې اړیکې پر دوه اړخیز ګټو او منافعو ولاړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« نن سبا هر هېواد د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره له بل هېواد سره تعامل کوي، دېته نه ګوري چې هغه هېواد کې څه ډول حالات او څوک واکمن دي، رسمیت لري که نه او جوړښت یې څه ډول دی. د منځنۍ آسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه زموږ ګاونډیان له افغانستان سره سوداګرۍ او ټرانزیت ته اړتیا لري ترڅو ځان له سوېلي آسیا سره وصل کړي.»

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ له ترکمنستانه افغانستان ته د ټاپي پروژې، نوري فايبر، نورالجهاد سبسټېشن او یو شمېر نورې لویې او وړې پروژې رسما پرانېستل شوې، چې دټاپي پروژې په پلې کېدو سره به د ترکمنستان ګاز له افغانستانه پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist