د خوړو نړیوال پروګرام(ډبیلو.اېف.پي) اټکل کړی چې د هرمز تنګي تړل کېدل او په منځني ختیځ کې د روانې بې ثباتۍ له امله د نړیوالو ټرانزیټي مسیرونو غیر منظم حالت، ښايي د نورو هېوادونو ترڅنګ پر افغانستان هم منفي اغېزې وښندي.
د دې پروګرام د خوړو خوندیتوب او د تغذیوي تحلیل رییس ویلي، دا حالت د افغانستان په شمول د هېوادونو عایداتي، خوراکي، معیشتي برخې اغېزمنوي او سوداګریز بهیرونه هم له خنډ سره مخامخولی شي.
د مارټین باویر په خبره، ښايي په افغانستان کې ۲.۳ میلیون کسان له دې درکه له خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.
باویر زیاته کړې: « موږ په منځني ختیځ کې د پراخېدونکي بحران اغېزو ته پام ور اړوو چې د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله ان هغه هېوادونه هم اغېزمنوي چې له منځني ختیځه لرې دي او یو لامل یې د خوراکي او نفتي موادو د بیو لوړېدو اغېزې دي چې له امله یې عایداتي سرچینې، خوارکي خوندیتوب او د ژوند معیشت زیانمن شوي او د سوداګرۍ بهیر هم له خنډونو سره مخ شوی. موږ د دې ارزونې له لارې اټکل کوو چې دغه چاره به پر یو شمېر هېوادونو د پام وړ اغېزې ولري. په سومالیې کې به ۲.۵ میلیون کسان د خوړو اساسي او لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې شي. زموږ اټکل دا دی چې په افغانستان کې به هم ۲.۳ میلیون تنه له خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.»
اقتصاد وزارت پر افغانستان د هرمز تنګي د بندښت او په منځني ختیځ کې د موجوده بحران د منفي اغېزو ادعاوې ردوي.
د دې وزارت مسلکي معین وايي، دامهال له بېلابېلو هېوادونو سره بدیلې لارې فعالې دي او دغه راز، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې پیاوړې شوې دي.
عبداللطیف نظري وړاندې وايي: « د هرمز تنګي تړل کېدل او د منځني ختیځ کړکېچ، د افغانستان پر اقتصادي وضعیت جدي منفي اغېز نه دی کړی؛ ځکه چې موږ بدیلې لارې په پام کې نیولې دي او خپلې تجارتي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې مو د منځنۍ اسیا په ګډون، له ګڼو نورو هېوادونو سره پياوړې کړې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د هرمز تنګي د بندېدو ستونزه نړیواله ګڼي او په خبره یې، افغانستان هم ترې نه شي ګوښه کېدلی.
بل پلو، د چارو شنونکي پر افغانستان د هرمز تنګي تړل کېدو اغېز په داسې کچه کې نه ګڼي چې د افغانستان له اقتصادي او ټرانزیټي برخې سره دې مخامخ او اغېزمنوونکې اړیکه ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي: «دا چې افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی، نو نړۍ سره د هغو هېوادونو له لارې راکړه ورکړه لري چې په سمندر پورې تړلي دي. کله چې په دغو هېوادونو کې هر ډول تحول او کړکېچ رامنځته کېږي، پر افغانستان هم اغېز کوي. د هرمز تنګي نړیوال اقتصادي فشار رامنځته کړی او له امله یې په افغانستان کې هم ځینې مشکلات راغلي، خو دا مشکلات دومره نه دي چې افغانستان منزوي کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو چار وزیر امیرخان متقي د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ودې بللی او ویلي يې دي چې په تېرو پنځو کلونو کې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ګڼې سوداګریزې او ټرانزیټي نوې لارې پرانستل شوې او دا پر یوه اقتصادي مسیر د افغانستان تکیه له منځه وړي.