Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

 د ملګرو ملتونو کارپوهان: امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/27

د ملګرو ملتونو  کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له متحده ایالتو غوښتي دي،چې د افغانستان بانک اووه میلیارده ډالر دې آزاد کړي،ترڅو په افغانستان کې له لسګونه میلیونه اړمنو خلکو سره بشري مرستې دوام پیدا کړي.

دوی د افغانستان پر روان بشري وضیعت ژوره اندېښنه ښودلې او د افغانستان د نیمایي وګړو ژوند یې له سخت بشري ګواښ سره مخ وباله.

یادو کارپوهانو  د بایډن له ادارې غوښتي دي،چې پر افغانستان دې خپل یو اړخیز بندیزونه لرې کړي،ترڅو مالي او د بشري مرستو رسولو فعالیتونه له سره پیل شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« که څه هم په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی له پخوا روان دی او پر نجونو او ښځو یې اغیز ډېر دی،د امریکا لخوا پر افغانستان لګیدلو بندیزونو،وچکالۍ او د اوسني واکمنانو له خوا جنیستي تبعیض یاد وضیعت لا پسې سخت کړی دی. پر امریکا غږ کوو،چې د افغانستان بشري ناورین ته په کتو دې خپلې پریکړې له سره واخلي.» 

خبرپاڼه کې ویل شوي،افغانستان اوس د ځمکې پر سر یوازینۍ هېواد دی،چې ۲۳ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي او د ناسالمو خوړو تر ټولو لوړ شمیر لري.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې پر افغانستان د بانکي بندیزونو له امله دلته فعالې بشري ادارې د نغدو پیسو له سخت کمښت کړیږي او مرستندویه هېوادونو په دې تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د معافیتونو سربېره هم یاده ستونزه نه ده حل کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر کال ډیسمبر میاشت کې په یو پریکړه لیک کې افغانستان لپاره بشري معافیتونه اعلان کړل،خو  د هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو لخوا په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی،ترڅو په افغانستان کې مالي بنسټونه تقویه شي او له بشري برخې سره مرسته وشي.» 

اخوا د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا وايي،کنګل شوې پیسې د افغانانو حق دی او باید ژر تر ژره ازادې شي.

ملګرو ملتونو  کارپوهانو د امریکا پر متحده ایالتو غږ کړی  دی،چې خپلې وروستی پریکړې او یو اړخیز بندیزونه یې باید په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض سبب نه شي او هڅه دې وکړي،چې د افغانستان بشري ناورین سره د مبارزې برخه کې له نړیوالو هڅو سره مل پاتې شي.

دوی د خبرپاڼې له خپرولو وړاندې په همدې تړاو د امریکا له متحد ایالتو حکومت سره غږیدلي هم دي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دوی د امریکا متحده ایالتو هغه پریکړه هم غندلې ده،چې د افغانستان کنګل شوې نیمایي پیسې به په امریکا کې د ننه لګول کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist