Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې ډېر داخلي بې ځايه شوي لري

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې ډېر داخلي بې ځايه شوي لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/27

د ملګرو ملتونو پراخيتايي پروګرام له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې افغانستان له سوريي وروسته دوهم هغه هېواد د ی، چې زيات شمیر کورني بې ځایه شوې لري.

راپور کې وړاندې ویل شوي چې  دا مهال افغانستان ۶.۵۵ ميلیونه   کورني  بې ځایه شوي کسان لري.

په راپور کې د کورني  بې ځایه شویو د زياتوالي لامل دومدارې جګړې ، وچکالي او طبیعي پیښې بلل شوي دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان اوس مهال ۶.۵۵ میلیونه کورني بې ځایه شوي کډوال لري، چې له سوریې وروسته د نړۍ پر کچه دویم هېواد دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي وو، په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر شااوخوا ۶ میلیونو ته رسېږي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا نیوکه کوي چې له کلونو راهیسې په کور دننه د ګډوالۍ  مخنيوي لپاره د اړتيا وړ هڅې نه دي شوي او نه هم هغه لاملونه څيړل شوې چې د داخلي بې ځايه کيدو مخنيوی پرې وشي.

د سیاسي چارو شنونکی مقصود حسن زاده وايي: « د طبیعي پېښو، لکه، زلزله، سېلاب او وچکالۍ له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکول، اوسمهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، لکه  نیمروز او داسې نورو کې چې وچکالي راغلې خلکو خپل کورونه پرېښي او داسې ځایونو ته تللي چې هلته اوبه وي، دغو ټولو مهاجرتو بیا هم د افغانانو ستونزې زیاتې کړي او دا خلک چې غریب وو لا زیات پسې غریب شول او د نړۍ والې ټولنې جدي مرستو ته اړتیا لري.»    

خو په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی شمس احمدزی بیا د  داخلي بې ځایه شویو د ژوند خونديتوب لپاره غوښتنه کوي چې د  ګډوالۍ نړيوال سازمان او مسوولې ادارې د سرپنا جوړولو او کډوالو ته د خوراکي توکو برابرولو په برخه کې له دوی سره دومدارې مرستې وکړي.

احمدزی زیاتوي:« اوس مو د موجوده حکومت په همکارۍ له نړیوالو سازمانونو غوښتنه دا ده، چې په دغو برخو کې زموږ د هېوادوالو لاس نیوی وکړي او دوی ته یو معلوم برخلیک وټاکي ترڅو دوی له خپلو حقه حقوقو برخمن شي، ترڅو  دوی ( کډوال) چې اوس  په خوراکي او روغتیايي برخه کې چې له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي له هغې خلاص شي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دغه راپور کې دغه راز تر راتلونکو ۳۰ کلونو په ټوله نړۍ کې د بې‌ ځایه کېدو د احتمال زیاتوالي په تړاو هم خبرداری ورکړل شوی دی.

 هڅه مو وکړه چې د کورني  بې ځایه شویو په تړاو د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د وروستي راپور په اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نظر هم ولرو خو د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له پرلپسې اړيکو ورړسته هم خبرو کولو ته حاظر  نه شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist