Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې څنډه کې د افغان ښځو په اړه ناسمې پرتلنې غبرګونونه پارولي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې څنډه کې د افغان ښځو په اړه ناسمې پرتلنې غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغان ښځو د اوسني وضعیت په هکله اندېښنې وښودل شوې، د دې غونډې په څنډه کې د يوې ناستې پرمهال د امريکا د سينما اداکارې هم په افغانستان کې د ښځو د آزادۍ په اړه خبرې کړې خو د هغې څرګندونې افغان ښځو ته سپکاوی بلل شوی.

ميرېل سټريپ يادې ناستې ته په خبرو کې د افغان ښځو آزادي د حيواناتو له آزادۍ سره پرتله کړې او ويلي يې دي چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو پرتله ځينې حيوانات زياته آزادي لري.

هغه زیاته کړې: « په کابل کې حتا یوه پیشو هم د ښځې پرتله ډېره آزادي لري. نن ورځ په افغانستان کې د یوې نجلۍ پرتله مرغۍ ډېر حقوق لري او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د افغان نجونو او ښځو تر څنګ ودرېږي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي د دې څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او د غندنې ترڅنګ يې دغه شان څرګندونې د افغان ښځو سپکاوی بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد قایق ویلي: « دا پرتلنه د هغو زړورو افغان ښځو او نجونو وقار ته زیان رسوونکې ده چې د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې ولاړې دي او د خپلو اساسي بشري حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. موږ باید د دوی د زغم او زړورتیا ستاینه وکړو.»

د سیاسي چارو شنونکي وایې، په افغانستان کې د نجونو پر زده ‌کړو لګول شوی محدودیت او د ښځو پر دندو بندیز هغه څه دي چې له نړیوالو سربېره یې افغانان هم د لرې کولو غوښتونکي دي.

خو په خبره يې، د نړیوالو له لورې ورته نظرونه په افغانستان کې له شته وضعیت سره توپیر لري او نړیوال دې له دا ډول پرتلنو ډډه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « سمه ده چې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او ښځې په یو شمېر ادارو کې د کار اجازه نه لري؛ مګر دا چې هغوی افغانې ښځې له یوه حیوان سره تشبېح کوي، دا یوه لویه جفا ده.»

ورته مهال، یو شمېر نور شنونکي خبرداری ورکوي، که سرپرست حکومت د نجونو زده ‌کړو او د ښځو کار ته اجازه ورنه کړي، د نړیوالو ورته غبرګونونه ښايي د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو لا خرابېدو لامل شي. 

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « دا څرګندونې د افغانستان ټولو ښځو ته توهین او په سپکه سترګه کتل دي. زه هیله لرم د افغانستان ښځې د دې خبرې ځواب ورکړي. هو! د زده کړو او کار په برخه کې محدودیتونه شته، خو هیله ده چې دغه محدودیتونه ژر تر ژره لرې شي.»

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده ‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه وضع شول چې دغه کار د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ اړيکې د نږدې کېدو پر ځای لا سره لرې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist