Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو بشر حقونو څار اداره: افغانستان کې دې د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو جنایاتو په اړه پلټنې وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/03

د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو د بیا پیل له خبر سره سم د ملګرو ملتونو دبشر حقونو څار ادارې غوښتې،چې افغانستان کې جګړه کې د ټولو ښکېلو اړخونو د جنایاتو په تړاو پلټنې وشي او د امریکا په ګډون هېڅوک ترې له پامه ونه غورځوي.

یادې ادارې زیاته کړې:«د جرمونو نړیواله محکمه باید د افغانستان وضعیت په اړه خپلو پلټنو ته د دوام ورکولو په وخت  کې د ټولو اړخونو له خوا ترسره شوي ستر نړیوال جرمونه په ګوته کړي.» 

امریکا بیا افغانستان کې د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو د پیل په تړاو بې خبرې ښودلې ده.

د دغه هېواد د امنیت شورا ویلي، د هاګ د پلټنو په اړه معلومات نه لري.

دغه راز یادې شورا د هاګ محکمې کړنې ستایلي، خو زیاته کړې یې ده،چې د دوی ځواکونو داسې کوم څه ندي کړي،چې په اړه یې څیړنې وشي او د امریکایي ځواکونو د کړنو په تړاو یې پلټنې غیر اړینې بللې دي.

د امریکا امنیت شورا:«  موږ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر چال چلن د څیړنو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له هڅو خبر نه یوو. لکه څرنګه چې موږ له وړاندې ویلي دي، د جرمونو نړیوالې محکمې په نړۍ کې د جنګي جرمونو په تړاو له خلکو سره د حساب په برخه کې مهمې مرستې کړې دي،خو دا مو هم ویلي، چې فکر نکوو افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کړنو په اړه څېړنې اړیني وي.» 

امریکا او متحدین یې چې د افغانستان آبادولو او ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره دوه لسیزې افغانستان کې مېشت ول، د بې ګناه افغانانو پر وژنو تورن دي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې امریکا نه غواړي، کړي خیانتونه یې روښانه او روزل شوي جنګسالاران یې محاکمه شي او هڅه کوي،د خپلو ځواکونو په اړه د پلټونو مخه ونیسي. 

له تیرو څو لسیزو ناخوالو، بمباریو، جګړو، چاودنو او بریدونو کې په لسګونه زره افغانان وژل شوي او ټپيان  دي. افغانان د دې ټولو مسوول امریکا او متحدین یې بولي،خو هغوی په دې هر څه سترګۍ پټوي او دا لومړی ځل نه دی،چې د پلټنو په اړه یې غبرګون ښيي.

په لومړي ځل د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څېړنو بندیزونه ولګول او اوس هم د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي،خپل جنایات پټ وساتي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist