Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په تړاو  ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/26

د امریکا متحده ایالتو په  نیویارک ایالت  کې نن چهارشنبه  د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۶ مه » د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي. 

په دغه ناسته کې به په ناروې کې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې د بېلابېلو برخو د استازو ترمنځ د ناستې پر جزئیاتو او په افغانستان کې به د روان بشري وضعیت په تړاو بحث وشي. پ

په پام کې ده،چې دیبورا لاینز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې هم خپل راپور وړاندې کړي.

کابل کي د ملګرو ملتونو دفتر:«په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس، د ناروې بهرنیو چارو وزیر هوتیفلیت او دیبورالاینز د یوناما مشره ګډون کوي. دوی به په کابل کې د روان وضعیت په تړاو خبرې وکړي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي،چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه تر هغې اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني،چې د هغوی شرایط نه وي پلي شوي او افغانانو سره که مرستې څومره هم زیاتې شي،خو د ویش او کارولو اختیار به یې اسلامي امارت ته ور نه کړل شي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان طارق فرهادي وايي:« په امنیت شورا کې د خبرو ګډه موخه دا کیدای شي چې، په افغانستان کې بشر حقونه او نور مسایل چې هغوی یې وايي، عملي شي. که داسې و نه شي، د حکومت په رسمیت پیژندلو چانس صفر دی او نړیوالې مرستې زیاتیږي خو د دغو مرستو واک به حکومت ته ور نه کړل شي.» 

دیبورا لاینز له تیرو څو اونیو راهیسې په کابل کې وه او د اسلامي امارت له لوړو پوړو چارواکو سره یې ناستې او خبرې اترې کړې وې.

لاینز له ګڼو افغان چارواکو سره دا ژمنه هم کړې وه،چې د افغانانو لپاره به له مرسته کوونکو هېوادونو د لا زیاتو مرستو راټولو هلې ځلې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist