Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/17

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې دوشنبې شپې ناسته په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه ماموریت(یوناما) برخلیک ته ځانګړې شوې وه.

د یوناما ماموریت د څرنګوالي په تړاو پرېکړه لیک د چین له لوري ترتیب شوی و چې د ټولو پنځه لسو دایمي او غیردایمي غړو له لوري مثبته رایه وکړل شوه او د یوه بل کار لپاره یې ماموریت وغځاوه.

د چین استازي په خپلو خبرو کې ویلي چې د دوی له لوري ترتیب شوی پرېکړه ‌لیک د نړیوالې ټولنې ترمنځ د مرستو پر همغږۍ، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د منځګړیتوب او تعامل په رامنځته کولو او دغه راز د بشري حقونو د ملاتړ په برخو کې اغېزناک رول لوبوي.

فو کونګ زیاته کړې چې یاد پرېکړه لیک نه یوازې دا چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښيي بلکې یوناما د نړیوالو مرستو جلب او زیاتولو ته رابولي.

ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي: « دا پرېکړه ‌لیک له یوناما څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کلک ملاتړ څرګندوي. د دې پرېکړه لیک تصویب د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د منځګړیتوب او تعامل لپاره د زمینه سازۍ او د بشري حقونو د ساتنې ملاتړ په څېر د دې ادارې حقونه ساتي او پیاوړي کوي او د اړتیا له مخې زړې او اضافي دندې منظمې او محدودوي. دا له یوناما سره مرسته کوي چې پر مهمو دندو تمرکز وکړي، په افغانستان کې وضعیت او د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته رسېدنه وکړي.»

د نوموړي په باور، یاد پرېکړه لیک افغانستان سره د بشري بحران د مهارولو او د اقتصادي احیا‌‌‌ء، بیا رغولو او د ځان بسیاینې او ظرفیت لوړونې د ملاتړ په برخه کې سهولتونه ایجادوي.

ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي مرستیالې د یوناما د ماموریت غځولو په تړاو د پرېکړه ‌لیک تصویب کېدل له افغانانو سره د سوله‌ییز او د یوه داسط هوسا افغانستان چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک وي، ملاتړ بللی.

د روسیې استازې ویلي، له پرله پسې غوښتنو وروسته یې د امریکا له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې له مخې یې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو سټراټیژیکه ارزونه کوي.

انا استېګنیوا زیاته کړې: « د اجماع د رامنځته کولو په موخه موږ د امریکا پلاوي له هغو پرله پسې وړاندیزونو سره موافقه وکړه چې له مخې یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل کیږي چې د یوناما فعالیتونو په تړاو سټراټیژیکه ارزونه چمتو کړي. موږ باور لرو چې دا ارزونه باید د افغانستان د وضعیت پر واقعبینانه او بې پرې شننې ولاړه وي او له اوسنیو چارواکو سره په همکارۍ ترسره شي چې د ظرفیت لوړونې، بشري مرستو او د ټولنیزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په څېر د افغانانو اړتیاوو ته په کتو ترسره کیږي.»

د روسیې استازې دغه راز خبرداری ورکړ چې اجازه نه ورکوي امریکا له دې ارزونې د لوېدیځ په ګټه د څارونکې وسیلې په توګه کار واخلي او که داسې وشي، ورسره به د ملګرو ملتونو سازمان حضور ته زیان ورسیږي.

بله خوا، د امریکا استازې دا ارزونه ځکه مهمه بللې چې ورسره د تکراري او غیر واقعي دندو په پېژندلو او له منځه وړلو ته زمینه برابروي.

د دې ترڅنګ، د امریکا استازې یوناما لپاره د نوي ځانګړي استازي ټاکل کېدل د دې ادارې د موثریت لپاره مهم ګام یادوي او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي په دې اړه ژر اقدام وکړي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سیاسي چارو استازې جنیفر لوسېتا وايي: « د یوناما منظم، اغېزناک او د خپلو موخو لپاره مناسب ماموریت ډېر مهم دی. موږ د یوناما د ماموریت په تړاو پرېکړه لیک کې ذکر شوې سټراټیژیکې ارزونې ته سترګې په لاره یو. دا ډول ارزونې یوناما ته دا زمینه برابروي، ترڅو تکراري او غیرواقعي دندې له منځه یوسي او داسې توپیرونه مشخص کړي چې دا یقیني کړي چې د دې ادارې د فعالیتونو پایلې له هغو سرچینو او امکاناتو سره سمون لري چې د ملګرو ملتونو غړي پرې پانګونه کوي.»

د امنیت شورا نورو غړو هېوادونو هم د یوناما ماموریت غځېدل مهمه پرېکړه بللې، خو ترڅنګ یې په افغانستان کې د بشري او په تېره بیا د ښځو د حقونو پرتامین ټینګار درلود.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دې سازمان د سیاسي استازولۍ ماموریت هرکال د معمول په ډول تمدیدوي، خو تېر ځل دا ماموریت د یوناما  د فعالیت په ارزونه کې د ژورو اختلافاتو له کبله یوازې د درېیو میاشتو لپاره تمدید شو چې د ۲۰۲۶زېږدیز کال د مارچ په ۱۶مه پیل او د جون په ۱۷ مه پای ته ورسېد.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist