Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/05

په کابل، کندز او مزارشریف کې وروستیو مرګرونو بمي چاودنو نه یوازې پر کوردننه عام افغانان اندیښمن کړي،بلکې نړیوالو ته یې هم د نړیوالې سولې او امنیت په تړاو ژوره اندیښنه پیدا کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غويي پر ۱۳ مه» له  غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړې او د یادو بریدونو له غندلو سربېره یې اندېښنه ښودلې،چې ګني نړیواله سوله او امنیت ګواښي.

د یادې شورا غړو افغانستان کې د وروستیو بریدنو قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د عاجلې شفاءء غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې یوه برخه:«د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د روژې میاشتې په لړ کې پر افغان ملکیانو وروستي بریدونه غندي او دا ټینګار کوي،چې ترهګریز بریدونه هېڅ چېرته او هېڅ کله د توجیه وړ نه دي،ځکه دا بریدونه نړیوال امنیت او سوله ګواښي.» 

د روژې پر مهال ترسره شوي بریدونه ټول د عامو خلکو پر تاسیساتو شوي او قربانیان هم عام وګړي، عبادت کوونکي او د ښوونځیو زده کوونکي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په دې خبرپاڼه کې غوښتنه کړې،چې د دا ډول بریدونو عاملین، تنظیم کوونکي، ملاتړي او تمویل کوونکي دې ونیول شي او عدالت ته دې راکاږل شي.

دوی پر ټولو هېوادونو غږ کړی دی،چې د نړیوال قانون په رڼا او د ټولو امنيتي پریکړه لیکونو په همغږۍ دې له اړونده ادارو سره فعاله کار وکړي او د ترهګرو مخه دې ونیسي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي ټینګار کوي،چې ترهګریزي کړنې چې هر چېرته، هر وخت او په هره انګیزه ترسره کیږي،جرم دی او توجیه نه لري. له ټولو هېوادونو غواړو،چې د ملګرونو ملتونو منشور او اړوندو ټولو قوانینو په رڼا کې نړیوالې سولې او  امنیت ته د پېښېدونکو ګواښونو مخه ونیسي.» 

کابل کې وروستي برید له تېر اختر دوه ورځې وړاندې ترسره شو،چې له امله یې د خلیفه صاحب جومات لس ذاکرین شهیدان شول او له ۳۰  ډېر ټپیان شول.

پله یاد برید وړاندې داعش په مزارشریف کې پر یوه جومات او وروسته پر دوو موټرو بمي چاودنې کړې وې،چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه، په داسې حال کې چې په شمالي کندز ولایت کې هم د لمونځ کوونکو پر یوې ډلې چاودنه شوې وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist