Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملي دفاع سرپرست وزیر: کابل له هند سره د دفاعي اړیکو ټېنګښت ته چمتو ته دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/05

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا  محمد یعقوب مجاهد له هندي رسنیو سره په یوه تازه مرکه کې ویلي،له هند سره دفاعي اړیکې غواړي،خو لومړی باید د کابل او نوي دهلي ترمنځ ډ یپلوماتیکې اړیکې ټینګې شي.

مجاهد ویلي،که ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راګرځي،نو چمتو دي چې د روزنې په موخه افغان امنیتي ځواکونه هند ته واستوي.

یعقوب د هند له حکومت غوښتي دي،چې کابل کې خپل تړل شوی سفارت پرانیزي او نوي دهلي کې د افغانستان سفیر ته د فعالیت اجازه ورکړل شي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي:« اسلامي امارت له هند سره د نننۍ نړۍ د سیاست او اقتصادي مهم لوبغاړی دی،غواړي ښیې اړیکې ولري. هند هم په سیمه کې د افغانستان د استراتیژیک اهمیت په درک سره بیا غواړي،چې له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړېکې ولري. اسلامي امارت هغوي ته وعده وکړې،چې د دوی دویم ځل فعالیت زمینه په افغانستان کې برابروي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له هند سره اړیکې د افغانستان پر ګټه بولي او ټینګار لري،چې دغه اړیکې باید د داسې متوازن سیاست پرمټ مدیریت شي،چې په سیمه کې حساسیتونه راونه پاروي. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د افغانستان د فاع وزیر مولوي محمد یعقوب ا مجاهد دغه اقدام او وړاندیز د ستایلو دی. هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې هم لري او په سیمه کې یو تولیدي او صنعتي هېواد هم دی. که چیرې افغانستان وکړای شي،چې یو توازن سیاست ولري او داسې پالیسي غوره کړي،چې ګاونډیو او په تیره بیا پاکستان سره د تخریش لامل نه شي،نو له دې سره به د افغانستان زیاتې ستونزې حل شي او هند هم ترانیزیت ته اړتیا لري.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي،چې افغانستان له نړیوالو رقابتونو وتلی او د کابل او نوي دهلي د سیاسي اړیکو د ټینګښت په صورت کې باید د سیمې او ټولو ګاونډيو هېوادونو ګټې هم په پام کې ونیول شي،تر څو بیا افغانان دغلطو سیاستونو قرباني نه شي.

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:« له هند سره په سیاسي اړیکو کې  باید توازن په پام کې ونیول شي. د دواړو لوریو ګټې او د سیمې هېوادونو ګټې هم پام کې ونیول شي،ځکه افغانستان نور د دې توان نه لري،چې د ځینو سیاستو زیان وګالي او توان ورکړي.» 

د ملي دفاع سرپرست په خپله مرکه کې ویلي،چې له هند او پاکستان دواړو سره ښې اړیکې غواړي او یوه هېواد ته به هم دا وخت ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د یوبل پرضد وکاروي. 

د جمهوریت له سقوط سره سم هند هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر په کابل کې خپل سفارت وتاړه او اسلامي امارت سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې،خو تازه یې یو پلاوی کابل ته راغلی وو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او نورو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پرسر خبرې کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist