Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملا برادر پر مشرۍ يو پلاوی ایران ته په رسمي سفر تللی

د ملا برادر پر مشرۍ يو پلاوی ایران ته په رسمي سفر تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/05

د رياست الوزر اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی د ایران په بلنه ياد هېواد ته تللی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ  له لوري په خپره شوې خبر پانه کې ويل شوي، چې د دې سفر په لړ کې به ملا عبد الغني برادر له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا، سيمه‌يیز اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي خبرې اترې  وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزېټ، ټرانسپورټ، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي او د یران خصوصي سکټور به په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ او صنعت سکټور کې پانګونې ته را وبولي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، په دې سفر کې به ملا عبدالغني برادر د اقتصادي او سوداګریزو مسايلو تر څنګ په دې هېواد کې د افغان ګډوالو پر ستونزو او دغه رزا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شريکو پولو د ښه امنيت ټینګت په تړاو هم خبرې وکړي.

مجاهد زیاتوي: « د افغانستان په سوداګرۍ، کډوالو او د سرحدونو امنیت په اړه به چارواکو سره خبرې وکړي. همداراز د ریل پټلۍ او نور هغه موضوعات چې زموږ او ایران ترمنځ مشترک دي په هغو ټولو پرمختګونو به بحث کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي  دا ډول سفرونه له ارزښت خالي نه بولي او په باور يې د سوداګریزو  متبادلو لاور پیاوړي کول، د افغان مهاجرو ستونزو ته رسېدنه، او د سياسي اړيکو پراختيا به د دې رسمي سفر او ناستو اجنډا وي.

 د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ویاند وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې کومه سوداګری موجوده ده او یو څه ټکنی ده؛ نو په دې اړه به موږ په بدیلو لارو فکر وکړو؛ ښايي بدیله لاره همدا وي چې د ایران، هندوستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې او پراختیا وي، د دې ترڅنګ به سیاسي موخې هم وي، ځکه چې له بده مرغه زموږ سیاسي ناندرۍ تر دې حده دي چې په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او سوداګرۍ ټولو مناسباتو یې اغېزه کړې ده. درېیمه مسله ښايي د افغان کډوالو مسله وي.»

د رياست الورزا اقتصادي مرستيال دغه سفر داسي مهال کوي چې پاکستان نه یوازې د افغان پانګه والو پړ وړاندې ننګونې زياتې کړي بلکي له تیرې يو مياشتې راهيسې یې د افغان ګډوالو په جبر اېستلو بې رحمانه لړۍ هم پیل کړې ده دا هغه څه چې شنونکي د دې  سفر د تګ اړتيا بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist