Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ؛ د رسنيو او خبريالانو ملاتړي بنسټونو له رسنيو او خبريالانو د ملاتړ ژمنه وکړه

د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ؛ د رسنيو او خبريالانو ملاتړي بنسټونو له رسنيو او خبريالانو د ملاتړ ژمنه وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/04

د رسنيو او خبريالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو مسوولین او خبريالان د رسنيو د ازادۍ نړيوالې ورځې نمانځنې په موخه راټول شوي دي.

دوی د نړيوالو له لوري له افغانانو او په ځانګړې توګه له خبريالانو سره د مرستو پر کمېدو سربېره هم له خبريالانو د ملاتړ او د دوی ظرفيت لوړونې په برخو کې د خپلو هڅو ډاډ ورکوي.

د افغانستان رسنيز بنسټ رییس ابوزر ساران سرپلي وايي: « ټول له مالي ستونزو سره مخ دي، خو خبریالان تر نورو ډېرې مالي ستونزې لري. هغه خبریالان چې وزګار دي، تر نورو ډېر له ستونزو او بېکارۍ ځورېږي. سره له دې چې ځینې نهادونه ستر شعارونه ورکوي، خو کار دومره نه کوي.» 

د ښځينه خبريالانو بنسټ که څه هم د ځينو ادرسونو له لوري د ښځو د تخريب کېدو ادعا کوي، خو ډاډ ورکوي چې د ښځينه خبريالانو د ظرفيت لوړولو په برخه کې به خپلې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

د ښځينه خبريالانو بنسټ رییسه مشهوده سروري وايي: « د افغان ښځینه خبریالانو بنسټ یوازې افغان ښځینه خبریالانو ته ځانګړی شوی او هڅه کوي چې ښځینه خبریالانو او د ژورنالېزم څانګې مینه والو ته هر ډول اسانتیاوې او امکانات چمتو کړي. موږ داسې بنسټونه او اشخاص هم لرو چې نه یوازې ملاتړ نه کوي، بلکې تخریب هم کوي. دوی موږ ته د کار اجازه نه راکوي او پړه پر حکومت اچوي؛ نه خیر، حکومت له موږ سره ستونزه نه لري.»

خو ځينې نور بنسټونه بيا خبر ورکوي چې د تېر کال پرتله په افغانستان کې د فعالو ښځينه خبريالانو شمېر زيات شوی او په خبره يې د دوی له ډلې ډېری هغه يې له امتياز پرته په افتخاري ډول دندې ترسره کوي.

دوی د ښځينه خبريالانو ياد وضعيت ته په کتو له نړيوالو مرستندويانو غواړي چې له افغان خبريالانو سره مرستې او همکاري وکړي.

د افغانستان خپلواکو خبريالانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وايي: « زموږ موندنې ښيي چې له تېر کال راهیسې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر ۱۴۷ تنه زیات شوی. خو له بده مرغه باید ووایم چې زموږ له نیمايي ډېر همکاران په افتخاري بڼه کار کوي او دا د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره یوه لویه فاجعه څرګندوي. زه هیله لرم له دې ډېرې هڅې وشي او په ځانګړې توګه نړیوال بنسټونه د دې ستونزې په هوارولو کې مرسته وکړي.» 

له دې سره، ملګرو ملتونو هم د مطبوعاتو ازادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې له رسنيو د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی، خو په دې اړه يې خپره کړې اعلاميه کې د خبريالانو او رسنيو وضعيت ناوړه بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist