Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مسکو کنفرانس پای؛ ګډونوالو د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د مالي مرستو یوه کنفرانس غوښتنه وکړه 

admin by admin
2021/10/21

په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړ شوی کنفرانس د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرېدو پای ته ورسېده.

په ګډه خبرپاڼه کې برخوالو غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړه باید د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د مالي مرستو یو کنفرانس راوبلل شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د کنفرانس ګډونوالو وړاندیز کړی دی، چې باید د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د مالي مرستو یو کنفرانس راوبلل شي او له شک پرته له ملګروملتونو سره په تفاهم باید له بحرانو وروسته د افغانستان اقتصادي او مالي بیارغاونې مهمه ونډه د هغو قوتونو پرغاړه وي، چې تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې پوځي حضور درلود.»

د اسلامي ‌امارت پلاوي د یاد کنفرانس په څنډه کې د کنفرانس ګډونوالو سره جلا ناستې هم درلودې او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې شوې دي.

هند یو له هغو هېوادونو وو، چې مسکو ناسته کې یې له طالبانو سره د ډېرو مرستو ژمنه وکړه.

د هند استازي ویلي:« د افغانستان خلکو سره بشري مرستې په کار دي، افغانستان له سخت وضعيت څخه تېرېږي. هند چمتو دی، چې افغانستان ته بشري مرستې ورکړي.»

روسیه چې د مسکو د ناستې کوربه هېواد و، له اسلامي امارت سره  یې د دوو هېوادونو په اړیکو او د سیمې په ثبات خبرې او بحثونه کړي دي.

روسیې بیا پر افغانستان د اسلامي امارت بشپړه واکمني یو واقعیت بللی او پر نړیوالو مرستو یې ټینګار وکړ.

چین هم په دې کنفرانس کې طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې اړیکې به ورسره ساتي. چین له هېوادونو غوښتي، چې افغانستان پرې ښوول شي،. ترڅو افغانان وکولای شي خپل هېواد په خپله ورغوي.

د چین استازي ویلي:« له ګډونوالو غواړو، چې افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو د افغانستان خلک خپل هېواد بيا ورغوي. موږ کولای شو، خپله سيمه لا امن، لا همکاره او باثباته کړو. موږ د طالبانو پر مشرۍ حکومت سره کار کوو. موږ د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوو.»

ایران او ترکمنستان هم طالبانو سره په جلا جلا لېدنو کې د دوو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او یو شمېر سیاسي مسایلو خبرې کړي دي

ترکمنستان ویلي، افغانستان کې د حکومت او نظام جوړونه افغانانو پورې اړه لري، چې څه ډول یې جوړوي.

ایران بیا په سیمه ییزو اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.

له دې سره په یومهال د چین، پاکستان، روسیې او اسلامي اماررت ترمنځ څلور اړخیزه ناسته کې بیا ټینګار شوی، چې د افغانستان نوي اسلامي حکومت سره به خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکوي.

څلور اړخیزه ناسته:«درېیواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د افغانستان نوي اسلامي حکومت سره به خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکوي او په ګډه سره به هڅه وکړي، چې د افغانستان د خلکو بانکي ریزرف له کنګل خلاص شي.»

په دې کنفرانس کې د سیمې نږدې لسو هېوادونو استازو ګډون کړی و او له افغانستان سره یې د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

ټاکل شوې، د مسکو له کنفرانس وروسته د روانې میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د ایران په کوربتوب د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه کنفرانس ترسره شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist