Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولسمشر: د جګړې شخصي کولو اجازه نه ورکوو

د مخکېني ولسمشر غني مرکې په اړه د افغانانو نظرونه سره  وېشلي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/11

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې تازه مرکه کې د جمهوریت پر سقوط او لاملونو غږیدلی او د جمهوریت د سقوط ګوته یې پخوانیو سیاسیونو، امریکا او د ده د واک شریک  ډاکټر عبدالله عبدالله ته نیولې ده.

خو  د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،غني د تیر نظام د لومړي فرد په توګه د جمهوریت د سقوط مسوول دی او د سولې او جګړې په برخه کې د ده او د ټیم کړنې یې د دې لامل شوې،چې افغانان له داسې یوه حالت سره مخ شي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د اشرف غني مرکه په حقیقت کې یوه هڅه وه،چې ځان ته برات ورکړي،خو دی نور هم پړ وګرځیده او دی د جمهوریت د سقوط مسوول دی او د خاین ټیم یې فساد او کړنې وې،چې افغانان  له یوه داسې حالت سره مخ دي.» 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت  وايي:« اشرف غني د تیر جمهوري نظام د اول کس په توګه باندې ځان له ټولو مسوولیتونو خالي کړ،خو حال داچې ټول مسوولیتونه داکټر غني ته د ولسمشر په توګه متوجه دي.» 

ځینې نور بیا وايي، نه یوازې محمد اشرف غني بلکې ټول جهتونه د  جمهوریت په سقوط کې پړه دي،خو غني باید د ولسمشر په توګه هغه مهال له دغو ټولو مسایلو چې جګړې او سولې په جریان کې روان وو، پرده پورته او له ولس سره یې شریک کړې وای.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د سقوط په مسله کې ملامتي ټولو پخوانیو چارواکو ته متوجې کیږي او دوی ټول له دې مسلې خبر و او دغه خبرې،چې اوس مخکېنی ولسمشر کوي دا یې باید هغه مهال له ولس سره شریکې کړې وای.» 

اخوا د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار بیا دا مني،چې د جمهوریت په سقوط  کې د امریکا ترڅنګ ټول پخواني چارواکي او سیاسیون لاس لري،خو مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني ونتوانید،چې د سولې پروسه په سمه توګه مدیریت کړي او افغانستان له داسې یوه حالت وژغوري. 

مختار زیاتوي:« حقیقت دادی،چې د جمهوریت په له منځه وړلو کې د ټولو  جهتونو لاس و، خو داکټر غني وانتوانید،چې داسې سوله وکړي چې افغانستان وژغوري.» 

کارپوهان وايي، اشرف غني داسې یو ولسمشر و،چې د حکومت ملکي او نظامي برخې لګښت یې بهرنیانو له لوري تمویلېده،خو دی ونتوانید،چې جګړه پایته ورسوي او سوله ټینګه کړي .

دوي وايي،جمهوریت ته هغه مهال د پای ټکی کیښودل شو،چې کله محمد اشرف غني له افغانستانه ووت .

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې وروستۍ یو نیم ساعته مرکه کې ویلي، د سولې پروسه د امریکا په لاس کې وه او د زلمي خلیل زاد ناسم مدیریت له امله ناکامه شوه او همداراز نوموړي  د جمهوریت د عدم استحکام مسووولیت د ده دواک شریک عبدالله عبدالله پر غاړه اچولی او ګڼ شمیر پخواني سیاسیون یې پر معاملې تورن کړي،چې له امله یې ولایتونو یو پربل پسې سقوط شول او همدا راز د امنیتي سکتور مشران یې د اګست په پنځه لسمه سهار وخټي له افغانستان وتلي وو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist