اروپايي ټولنې په افغانستان کې د مخدره توکو څخه د عایداتو کچې لوړېدو اندېښمنه کړې.
افغانستان کې د نشه یې توکو د کښت او قاچاق له زیاتوالي سره یو ځای د قانوني تولیداتو او محصولاتو صادراتو ته ننګونې پيدا شوي دي.
افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي وایي، که د نشه یې توکو د کښت او تولید مخه و نه نیول شي افغانستان د اقتصاد برخه کې بحران سره مخ کېدلی شي.
له دې سره پر حکومت او اروپایې ټولنې نیوکې شته چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې یې خپل مسولیت په بشپړ ډول نه دی ترسره کړی.
د اروپایي ټولنې استازو او د ولسي جرګې ځینې غړو په یوه خبري ناسته کې د نشه یې توکو پر زیاتوالي خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د عامې روغتیا وزارت موندنې ښیي چې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان په نشه یې توکو روږدي دي چې د هیواد یوولس سلنه نفوس تشکیلوي.
د اروپايي ټولنې ارقام بیا ښيي چې له نشه یې توکو څخه په تر لاسه شویو عایداتو کې د پخوا په پرتله شپږ پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
اروپایي ټولنې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د ناقانونه اقتصاد پر ځای دې د قانوني اقتصاد پیاوړتیا برخه کې کار وکړي، د نشهيي توکو د قاچاق مخه دې ونیسي او د کانونو قانوني کیندنې ته دې مخه کړي.
د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایادون داسې وویل ((مونږ به له افغان حکومت سره خپلو ژمنو او همکاریو ته دوام ورکړو او هڅه کوو چې افغانستان له اوسني حالته راوباسو خو که افغان دولت د مخدره موادو د کښت او له منځه وړلو لپاره موثره ستراتیژي و نه کاروي نو وړاندې به نه وي چې لوی ناورین سره مخ شي))
له دې سره د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازۍ نیوکه لري چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اروپايي ټولنې او حکومت جدي عمل نه دی کړی او دې بې غورۍ افغانستان له بحران سره مخ کړی.
د ښځو تر څنګ ګڼ شمېر ماشومان او ښځې هم په نشه یې توکو روږدي دي چې د شمېر زیاتوالي یې حکومت اندېښمن کړی خو اروپایې ټولنې د مرستو ژمنه کړې چې په دې برخه کې به افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.











