Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/25

د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني چې څو ورځي وړاندي يې  د سیمه‌ییزو هېوادونو پر ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبېکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی.

 تازه يي د تاجکستان او اوزبکستان هېوادونو د ټکنالوژۍ له وزیرانو سره دري اړخېزه ناسته کړې
ناسته کې سرپرست وزیر د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پر پراختیا، ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو د مخنیوي او د آر.سي.سي پلس همکاریو چوکاټ په رامنځته کولو ټینګار کړی.

د مخابراتو او مالوماتې ټېکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وزیر د ازبېکستان هېواد د ډيجیټل ټېکنالوژۍ او د تاجیکستان هېواد د صنعت او ټېکنالوژۍ وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه لیدنه ترسره شوه. دغه لیدنه کې د کابل، دوشنبې او تاشکند ترمنځ د ټېکنالوژۍ د ودې او پرمختګ سیسټمونو، مخابراتو او پوستي خدمتونو او ورته نورو  برخو کې البته د ټېکنالوژۍ اړوند پر سیمه ییزې همکارۍ خبرې شوې دي. د دې اړخیزې لیدنې په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت او د ازبېکستان او تاجیکستان هېوادونو د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزیرانو ترمنځ پر ګډو همکاریو هوکړه وشوه او پر یو شمېر موضوعاتو تفاهم هم وشو.»

ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی وايي، افغانستان لاهم د ټکنالوژۍ برخه کې ډېر کار ته اړتیا لري او په دې برخه کې د مرستو د راجلبولو لپاره د ورته ناستو او کنفراسونو کې د سرپرست حکومت ګډون مهم دی.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« نړۍ پرمختګ کوي، نړۍ ورځ په ورځ نوې ټېکنالوژي اختراع کوي او ټېکنالوژیکي پرمختګونه راځي. هلته داسې لیدنې او د ټېکنالوژۍ په اړه د افغانستان شتون اړین دی ترڅو وکولی شو، موږ هم په دې عصر کې په ټېکنالوژي باندې سمبال شو، له ټېکنالوژۍ سره اشنايي پیدا کړو، په ټېکنالوژۍ کې اختراع ګانې وکړو او کولی شو له نړۍ سره ګام په ګام مخته ولاړ شو.»

ځینې نور بیا ورځ تر بلې د ټکنالوژۍ  برخه کې پرمختګ ته په کتو سره له دې او نورو هېوادونو سره په یاده برخه کې د مرستو او مسلکي کسانو پر روزنه ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« اسلامي امارت باید د نړۍ نورو هېوادونو سره چې ډېر پرمختللي هېوادونه دي، له هغوی سره باید تعامل وکړي او تفاهم ته ورسره ورسېږي. له دغو ګاونډیو هېوادونو سره یوازې هغه خپلې ډېپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.»

هېره دې نه وي چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ سرپرست  اوزبیکستان ته له سفر وړاندې، کابل کې د یاد هېواد له سفیر اویبک عثمانوف سره هم لیدلي و او دواړو لوریو په ټکنالوژۍ او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ښودلی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist