Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د متقي پر  مشرۍ لوړ پوړی پلاوی اسلام اباد ته تللی

admin by admin
2021/11/11

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد  د دې سفر موخه له پاکستاني لوري سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او دخلکو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو زیاتولو سربیره د پاکستاني لوري له خوا د شویو ژمنو په  عمل بحثونه یادوي.

مجاهد وايي، دا ځل تر هر څه وړاندې  به پر هغو موضوعاتو بحث کېږي،چي ژمنې کېږي خو نه عملي کېږي.

مجاهد زیاته کړه:« له پاکستان سره د اړیکو په موضوعاتو خبري وشي،ځکه وړاندې ژمنې شوي او عملي شوي نه دي.د دې سفر مهمه موضوع چي ولي نه عملي کوي،پاکستاني لوری بار بار ژمني کړي،خو نه یې دي عملي کړي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي هېوادونو ته د لوړپوړو چارواکو سفرونه مهم بولي او باوري دي،چې له سیمې سره به د افغانستان اړیکې نږدې او پراخه کړي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحی قانت وايي:«  دا ډول ناستو ته د اسلامي امارت د پلاوو تګ د ښو اړیکو لپاره زمینه برابر وي او افغانستان به د انزو له حالته وباسي.»

یو شمیر نور بیا د افغانستان پر وړواندې د پاکستان په دوه مخي چلن نیوکې لري او ټینګار لري،چې افغان پلاوی دې ترې د ژمنو عملي بڼه وغواړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی محمدنبي افغان وايي:« وړاندې پاکستان له دوه مخي سیاسته کار اخېستی دی او په تیرو شلو کلونو کې حکومتونو عام خلک او تجاران د خپلو سیاسیتونو قرباني کړي دي.»

پاکستان ته دا لومړۍ ځل نه دی،چي یو لوړ پوړی افغان پلاوی سفر کوي،بلکې له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو افغان پلاوو سره ژمنې کړي،خو عملي کړې یې نه دي.

اسلام‌اباد ته په تللي پلاوي کې چې مشري یې د بهرنیو چارو چارسمبالي  وزیر امیرخان متقي کوي،د سوداګرۍ او مالیې سرپرست وزیران هم په کې شامل دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist