Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د متقي او ویسټ هوکړه؛د افغانستان درې نیم میلیارده ډالره خیریه بنسټونو ته نه ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/12

د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فارم ناستې  په څنډه کې د افغانستان اسلامي  امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت له  ځانګړي استازي توماس ویسټ سره ناسته کړې. 

په دغه ناسته کې دواړو لوریو هوکړه کړې ده، چې له کنګل شوي ازاد درې نیم میلیارد ډالر به خیریه بنسټونو ته نه ور کول کیږي.

په ناسته افغان لوري ټینګار کړی دی،چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې، چې د افغان ولس پانګه ده، د افغانستان مرکزي بانک ته ورکړل شي.

ناسته کې امریکا ته د متقي خبرداری دا وه،چې د افغانستان د پانګې تصرف د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې نورې هم زیانمنه وي.

د بهرنیوچارو  وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي:« نن سهار د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ سره ځانګړې ناسته وکړه، د افغانستان او امریکا دواړو  لوریو توافق وکړ،چې د افغانستان د مرکزي بانک درې اشاریه پنځه ملیارده ډالر،چې  د امریکا د محکمې له دعوې ازاد شوي دي، په هیڅ صورت به د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کېږي. افغان لوري ټینګار وکړ،چې دغه درې نیم ملیارده او پاتې درې نیم ملیارده ټولې دې ازادې او د افغانستان بانک په اختیار کې دې ورکړل شي. متقي ټینګار کړی دی،چې د افغانستان په شتمنۍ کې هر ډول تصرف به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم زیانمنې کړي.»  

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه بله درې اړخېزه ناسته کې له امریکايي او قطري چارواکو سره هم بحث کړی دی . 

په دغه ناسته کې پر سیاسي او دیپلوماتیک تعامل خبرې شوي او افغان لوري په ډاګه کړې، چې له هربل وخت اوس له  افغانستان سره د سیاسي تعامل زمینه زیاته مساعده ده او دا د افغانانومشروع حق دی،چې پر رسمیت وپیژندل شي .

د افغانستان لپاره د  امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي، د افغانستان اقتصاد به پر خپلو پښو ودروي او په دغه برخه کې مرستو ته ژمن دي. 

د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي:«  د افغانستان لوري له بل هروخت اوس د خپل هېواد حالات له نړیوالو سره د مثبت او دیپلوماتیک تعامل لپاره مساعد وګڼل او زیاته کړه،چې د افغانستان د نوي حکومت پر رسمیت پیژندنه او د شتمنیو خلاصیدل د افغانانو مشروع حق دی او له همدې سره یې سیاسي اړیکې او اقتصاد وده کوي،  د قطر د بهرنیو چارو وزیر  په افغانستان کې د قطر او امریکا متحده ایالاتو په دیپلوماتیک ماموریت خبرې وکړې او دا ډول ناستې یې د طرفونو په ګټه وبللې. همدا راز د امریکا د متحده ایالاتو استازي د افغانستان په اړه د خپل هېواد په راتلوونکې پالیسي رڼا واچووله او زیاته کړه،چې موږ هڅه کوو،چې د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو ودریږي.» 

څارونکي په دې باور دي،چې دانتالیا دغه پلفټ فارم یا ناسته چې افغانستان ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې،افغانستان ترې سیاسي ګټه پورته کړه او نړیوالې رسمیت پیژندنې ته یو ګام نور هم ورنږدې شو.

له هغې وروسته، چې جمهوریت له منځه لاړ او اسلامي امارت واک ته ورسید، د افغانستان او نړۍ ترمنځ رسمي اړیکې پرې شوي دي او اسلامي امارت هڅې پیل کړي دي،چې دغه پرې شوې اړیکې بېرته سره ونښلوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist