Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغان کډوالو پر تدریجي ستنولو هوکړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/19

د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ايران ته د سفر په لړ کې د دې هېواد له بهرنيو چارو وزير سیدعباس عراقچي سره د کابل او تهران ترمنځ پر مهمو مسايلو غږېدلی.

بهرنیو چارو وزارت وايي، د اړیکو پراختيا ترڅنګ امنیتي او د اوبو اړوند مسايل د دوی دواړو ترمنځ د بحث مهم ټکي وو.

 د ياد وزارت په خبره، متقي د ايران او افغانستان ترمنځ د همکاريو پراختيا لپاره د ډېپلوماټيکو اړيکو د کچې لوړېدل مهم ياد کړي.

نوموړي دغه راز وړانديز کړی چې ايران دې په دې هېواد کې د افغان زندانيانو لپاره د سهولتونو رامنځته کولو ترڅنګ، د دوی تبادلې ته هم پام وکړي او دغه راز دې په ایران کې مېشت افغان کډوال هم په تدريج خپل هېواد ته ستانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي: « د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې دي او په ګڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته په پام سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړوالی یوه اړتیا ده. اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو مهاجرو هېوادوالو ته په وطن کې د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي او هیله لرو چې ایران د افغان کډوالو په راګرځولو کې د تدریج اصل په پام کې ونیسي.»

په ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې به تهران او کابل ګام په ګام پرمختګونه ولري او دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

سید عباس عراقچي ژمنه کړې چې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته تګ به تدریجي او باعزته وي او په ایران کې به لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

عراقچي په دې اړه ویلي: « هیله لرم ایران او افغانستان به د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او زموږ اوسنۍ اړیکې د پراختیا پر لور روانې دي. د افغان کډوالو بېرته تګ باید تدریجي او باعزته وي او ژمنه کوم چې په ایران کې به افغان کډوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.»

د سیاسي چارو شنونکي د ګاونډي هېواد په توګه له ايران سره د اړيکو پراختيا د افغانستان پر ګټه بولي، خو ټينګار کوي چې د اړيکو دغه پراختيا بايد د متقابل درناوي د اصل پر بنسټ وي.

د سیاسي چاروشنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دوی دواړو په ډېرو مسایلو بحثونه کړي، لکه د اوبو او مهاجرینو مسایل، د دوه اړخیزو اړیکو جوړول، د چابهار بندر چې هندوستان په کې سرمایه ګذاري کړې او غواړي چې د ایران له لارې افغانستان او منځنۍ آسیا ته لاره پيدا کړي، دا هغه مسایل چې په اړه یې بحثونه شوي. له موږ سره باید سیاسي اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او موږ باید دغو اړیکو ته اهمیت ورکړو. لکه څرنګه چې د افغانستان د حکومت بهرنۍ پالیسي ده، دا باید تعقیب شي.»

په ورته مهال د ایران او تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپلو کې د افغانستان په تړاو خبرې کړي او ورسره يې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist