Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مالیې سرپرست وزیر: د حکومت د عوایدو له نیمايي ډېره برخه حیف‌ومیل کېږي

admin by admin
2020/09/22

د مالیې نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال اعتراف کوي چې لا هم د حکومت د عوایدو له نیمايي ډېره برخه د دولت د خزانې پر ځای نورو ډلو ټپلو ته ځي.

نوموړی وایي، حکومت کې فساد سره د اغېزمنې مبارزې نشتون نا امني ډېره کړې او د عامه شتمنیو لوټلو ته زمینه برابره شوې ده.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي: ((بدختانه موږ په دقیق ډول نه پوهېږو چې څومره عواید، خو زه ډاډه یم چې د ۵۰ سلنې څخه زیات عواید ضایع کېږي.))

ښاغلی ارغندیوال دغه راز د سیمې په کچه د یو شمېر مافیايي کړیو فعالیت هغه څه بولي چې له امله یې حکومت د خپلو عوایدو په راټولولو کې پاتې راغلی.

په داسې حال کې چې د حکومت د همکاریو د ژمنو ترلاسته کولو لپاره د جنیو کنفرانس ته په چمتوالي بوخت دی، د څار بنسټونه وايي، فساد سره د اغېزمنې مبارزې نشتون له امله د افغانستان نړیوال اعتبار زیانمن شوی چې ښايي د نړیوالو د مرستو تازه ژمنې اغېزمنې کړي.

خصوصي سکټور بیا عوایدو کې د فساد په تړاو د حکومت اعتراف د پوښتنې وړ بولي او حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ تورنوي چې  سازماندهي شوي فساد ته زمینه سازي کوي.

د مالیې وزارت د ورستیو مالوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې یو سلو شپاړس ميلیارډه پنځه سوه نهه اتیا میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي، خو د ماليې وزیر ارغندیوال د څرګندونو په اساس سږ کال له یو سلو شپاړس میلیارډ افغانیو څخه ډېر عواید د د دولت د خزانې پر ځای نورو ډلو ټپلو ته تللي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist