Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ماشومانو ملاتړ ادارې د پوځي رژيم بریدونو کې د زرګونه ماشومانو بېځایه کېدو خبر ورکړی

د ماشومانو ملاتړ ادارې د پوځي رژيم بریدونو کې د زرګونه ماشومانو بېځایه کېدو خبر ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

د ماشومانو له خوندیتوب ملاتړ اداره (سېف ده چېلډرن) وايي، پرافغانستان د پاکستان هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د وسله والو نښتو له امله، لسګونه زره افغان ماشومان له خپلو سیمو او کورونو بې ځایه شوي دي.

د ماشومانو ملاتړ یادې ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي، د هغو ماشومانو شمېر چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پوځي رژیم بریدونو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسله والو نښتو زیاتېدو له امله بې ځایه شوي، ۶۸ زره تنو ته رسېږي.

سېف ده چېلډرن په خپل راپور کې زیاته کړې، ۱۳۴ زره نور ماشومان د دې ادارې له لومړنیو مرستو بې برخې شوي دي. 

د اسیا لپاره د سېف ده چېلډرن ادارې سیمه ییز رییس ارشاد ملک ویلي: « لسګونو زره ماشومانو هغه څه له لاسه ورکړي چې د دوی ثبات او امنیت ټینګوي. دوی له خپلو کورونو بې ځایه شوي، ښوونیزو او روغتیايي خدماتو ته لاس رسې نه لري او خپل امنیت یې هم له لاسه ورکړی. له دې سربېره، یو شمېر ماشومان چې مرستو ته اړتیا لري، د جګړې له امله دا مرستې نه شي ترلاسه کولی؛ ځکه جنګ پر ماشومانو او د هغوی پر کورنیو ورانوونکی اغېز لري. د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار د تاوتریخوالي بندول ده.»

ارشاد ملک دغه راز ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له کبله هغه ۸ زره ماشومان هم له زده کړو بې برخې شوي چې د دې ادارې په ملاتړ ښوونځي ته تلل.

نوموړي له ۶ زرو زیاتو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو برابرولو ته په اشارې، له دواړو لوریو د اوربند غوښتنه کړې.

ارشاد ملک زیاته کړې: « موږ له ټولو اړخونو غواړو چې حالت عادي کړي او دا ډاډ ورکړي چې ماشومان به په هر حالت کې خوندي وي. د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دا ټولو اړخونو ته خورا مهمه ده چې خپلو مسوولیتونو ته ژمن پاتې شي او د ملکي وګړو په تېره بیا ماشومانو امنیت خوندي کړي. دوی باید تاوتریخوالي بند کړي او اوربند ته سره ورسیږي.»

د ماشومانو له خوندیتوب ملاتړ ادارې  په دی راپور کې ویل شوي، د فبروري میاشتې له ۲۶ مې نېټې راهیسې، د پاکستان پوځي رژیم په بمباریو کې ۵۶ ملکي وګړو ژوند بایللی او ۱۲۰ نور ټپیان شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

په ورته وخت کې د بشري حقوقو فعالان بیا په جګړه کې د ښځو او ماشومانو په نښه کول له نړیوالو قوانیو او بشري اصولو سرغړونه بولي.

د بشري حقوقو فعال عبدالرزاق عدیل وايي: « د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو اوسنی وضعیت یوازې ساده بېځایه کېدنه نه ده بلکې د یوه ملت د انساني زېربنا تخریب دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې ادامه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې داسې یو نسل تربیه کوي چې له قهر، دایمي اضطراب، د علمي او ټولنیزو مهارتونو له نه شتوالي سره مل لوېیږي. هغه ماشوم چې نن له واکسین، کافي خوړو او ښوونځي څخه پاتې کېږي، سبا ورځ له کمزوري دفاعي سیسټم او پرېښانه رواني حالت سره ټولنې ته ننوځي. که نړیواله ټولنه او د جګړې ښکېل لوري د مرستندویه بنسټونو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، دغه ماشومان به نه یوازې د جګړې قربانیان شي بلکې له هر ډول امکاناتو به هم بې برخې شي.»

له نړیوالو ادارو سربېره، د افغانستان اسلامي امارت هم د پاکستان پوځي رژیم په ړندو بمباریو کې د لسګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی کوي. دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) هم د پاکستان په بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تایید کړې ده.

په دې اړه په تازه پېښو کې، وړمه شپه د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په کوټ کلي کې د پاکستان پوځي رژیم په درنو ډزو کې یو ملکي کور په نښه شوی او په کې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist