Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لوېدیځ زون عالمان: له طالبانو غواړو،چې اوربند وکړي

admin by admin
2021/08/08

په هرات ښار کې پرون شبنه د« ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶ مه» د لوېدیځ زون لسګونه علماء او قومي مشران د جګړې پر ضد او د سولې پر ملاتړ  راټول شوي وو او پر طالبانو یې غږ وکړ،چې نوره

جګړه ودروئ او اوربند وکړئ. 

دیني عالمانو د افغان جګړې اصلي موخه افغان وژنه یاده کړه او ژر تر ژره یې د درېدو غوښتنه وکړه.

مولوي خدایداد صالح وايي:« موږ د جګړې له ښکېلو اړخونو، په بې پرې توګه، په عذر او د خواهیش په ډول غواړو،چې روان حالت ته د پای ټکی کېږي او اوربند ورکړي.» 

دغه دیني عالمان وايي، که چېرې طالبان او حکومت د دوی غوښتنه ومني،هرات کې به دواړو لورو ته منلی یو ګډ کمېسیون جوړ کړي.

قومي مشران وايي، افغانان نور له جګړې ستړي  دياو دواړه خواوې باید د خبرو له لارې خپلي غوښتنې مطرح کړي.

یو تن قومي مشر  وايي: « موږ ډېر ځورېدلي یو. که چېرې په ګران  هېواد کې مو سبا سوله راځي، ماښام ته دې راشي.» 

یو  بل تن قومي مشر  وايي:«   خلک غواړي،چې جګړه ونه شي،ځکه جګړه د حل لاره نه ده. شااوخوا ۴۲ کاله کېږي،چې په افغانستان کې جګړه روانه ده،خو پایله یې نه ده ورکړې.» 

قومي مخور او دیني علماء وايې،دوی د هېڅ لوري پلوي نه کوي او خپلو هڅو ته به دوام ورکوي، ترڅو اوربند ته لاره پرانېستل شي.

اخوا بیا په هرات کې له تېرو ۷۲ ساعتونه وضعیت څه نا څه آرام و او د جګړې کوم راپور نه دی ورکول شوی.

د هرات ملي امنیت مشر  حسیب صدیقي وايي:«   له ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې وسله ال،چې ډېری له  هرات نه ول او ان له هېواد بهر وسله وال په کې شامل ول، هغوی په دې جګړه کې وژل شوي دي.» 

هرات کې دیني علماوو او قومي مخور اندېښنه لري،که چېرې دواړه  لوري اوربند ونه کړي، ښايي جګړه کور پر کور پیل شي.

د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع  وايي:« له تېرو ۷۲ ساعتونو راهېسې د طالبانو برېدونه کم شوي او  هغوی د برېد کولو له توانه لوېدلي دي. افغان امنیتي  او دفاعي ځواکونو د طالبانو ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي.» 

ځايي چارواکي وايي، د ښارڅنډو کې عملیات ځکه کرار روان دي،چې نه غواړي عامو خلکوته زیان ورسیږي.

د هرات چارواکو او طالبانو تر اوسه پورې د دغو دیني علماوو او قومي مشرانو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist