Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لوېديځو ولایتونو اوسېدونکي د نړیوالو بشري مرستو د دوامداره کېدو غوښتنه کوي

د لوېديځو ولایتونو اوسېدونکي د نړیوالو بشري مرستو د دوامداره کېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/17

د ۲۰۱۲ کال له اګست وروسته په افغانستان کې بې‌روزګاري، فقر او اقتصادي ستونزې په مراتبو زياتې شوې او نړیوالې ټولنې هم دې ناوړه وضعیت ته په کتو له افغانانو سره بشري مرستې پیل کړې، چې د خلکو په خبره تر يوه بریده يې د لوږې او بي‌روزګارۍ مخنیوی کړی.

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د نړیوالو بشري مرستو د هغو کورنیو په ژوند اغېز کړی چې له فقر سره مخ وې.

  د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی سردار وايي: « د وروستیو تحولاتو له امله ډېری باسواده ځوانان بې کاره او بې‌روزګاره شول، چې اوس بیخي بې برخلیکه پاتې دي او د ژوند چارې یې پر ټپه ولاړې دي.»

د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « اسلامي امارت ښه دی کار کوي؛ خو خدای دې وکړي،چې ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي او ټول په کار بوخت شي. له دولته مو هیله همدا ده چې ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو ته پاملرنه وکړي.»

د لوېديځو ولایتونو اوسېدونکي د نړیوالو ادارو له بشري مرستو خوښ دي او له حکومت سربېره له نړیوالو بنسټونو د دایمي کار غوښتنه لري.

ځايي مسوولین وايي، د نړيوالو مرستندويه ادارو بشري مرستو تر ډېره د لوږي او اقتصادې ستونزو مخه نیولې؛ خو په کار ده، چی مرسته کوونکې ادارې په افغانستان کې پر لویو او وړو پراختيايي پروژو کارپيل کړي، څو ځوانانو او بې‌روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د هرات ولایت د مقام ویاند نثاراحمدالیاس وايي: « په دا نږدې راتلونکي کې شونې ده چې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د بېکارۍ کچه به ډېره راټیټه شي. مسوولین په دې هڅه کې دي چې دغو ستونزې ته په ښه ډول رسېدنه وکړي او خلک له بېکارۍ وژغوري.»

د نیمروز ولایت د مقام ویاند رحیم الله ساجد وايي: « نیمروز کې هم د نورو ولایتونو په څېر کورنۍ او بهرنۍ موسسې فعالیت کوي، هم په پراختیايي برخه کې کار کوي او هم د بې وزله کورنیو لاسنیوی کوي. موږ د ولایت مقام کې له دوی سره  په میاشت کې یو ځل د همغږۍ غونډه کوو او بیا بیا مو ترې غوښتنه کړې چې د نیمروز ولایت د ولسونو لاسنیوی وکړي، ځکه دا یو سرحدي او لرې پورت ولایت دی، خلک یې ډېر بې وزله دي په ځانګړې توګه د درېیو ولسوالیو چې هغه کنګ، چهاربرجک او چخانسور ولسوالۍ دي.»

دوی وايي، په دې توګه به ځوانان کډوالۍ ته نه اړ کېږي او خپل ضرورتونه به په کور دننه پوره کوي.

بل خوا د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټرعبدالطیف نظري وايي، د نړيوالو مرستندويه ادارو نغدي او غیر نغدي مرستو د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ په لوېدیځو ولایتونو کې تر ډېره د اړمنو کسانو په ژوند کې تغير راوستی او د لوږې او بې‌روزګارۍ مخه يې نیولې؛ خو زیاتوي چې عام افغانان لا هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

نظري زیاتوي: « موږ له هغو مرستندویه بنسټونو چې تر دې دمه یې د افغانستان له غریب ملت سره مرستې کړي؛ مننه کوو او غوښتنه مو ترې دا ده چې د زېربنايي او پراختیايي پروژو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، څو موږ د بې وزلۍ ریښې له منځه یوسو او د کاري پروژو په لار اچولو ته ډېره پاملرنه وکړو. اسلامي امارت زیربنايي پروژو ته جدي برنامې لري او غواړي افغانستان ځان بسیاینې لور ته لاړ شي.»

په ټوله کې له نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتنې دا دي، چی خپلې مرستې ونه دروي او له بې‌وزله او بې‌روزګاره افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي او د دغو مرستو ترڅنګ دې په یو لړ بنسټیزو پروژو کارونه پیل کړي، څو بې‌روزګاره کسان پر دندو بوخت شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist