د هرات حوزوي روغتون ته هر کال د اختر په شپو ورځو کې د ټرافیکي پېښو لسګونه قربانیان د درملنې لپاره را وړل کېږي.
روغتیايي مسووولین وایي، د تېر لوی اختر په څلورو ورځو کې۲۸۰ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.
که څه هم دوی وايي چې سږني اختر کې ټرافیکې پېښې کمې وې، خو زیاتوي چې د اختر په ورځو کې له ۶۰ تر۸۰ تنو ټپيان روغتون ته را وړل شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر فرهاد افضلي وايي: « اکثریت یې ځوانان او هغه کسان دي چې له موټر سایکل څخه ګټه اخلي. موږ د دې لیدونکي یو چې هېڅوک له امنیتي خولۍ څخه ګټه نه اخلي؛ ځینې ځوانان ډېر چټک ځغلول کوي او د ټرافیکو قوانین نه رعایتوي.»
بله خوا، د هرات اوسېدونکي د موټر او موټرسایکل چلوونکو له خوا ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د وسایطو چټکه ځغلونه، د ښاري بې نظمۍ او ټرافیکي پېښو زیاتوالي اصلي لامل بولي او له موټر چلوونکو غواړي چې د ټرافیکي قوانینو په مراعاتولو سره د ځان او نورو هېوادوالو ژوند خوندي وساتي.
د هرات اوسېدونکی داوود جان وايي: « زه ټولو ځوانانو ته دا پیغام لرم چې کله له موټر سایکل ګټه اخلي، ډېر پام وکړي، ځان او نور خلک وساتي.»
د ډاکترانو په باور، د کم عمره کسانو له خوا موټرچلول، د وسایطو چټکه ځغلونه او ټرافیکي پېښې ډېر کله د ځوانانو د مرګ ژوبلې، مغذي صدمې او دایمي فلج لامل کېږي.
ډاکټر فضل احمد حسیني وايي: « موږ باید خپلو ځوانانو ته د موټر چلولو او موټر سایکل سپرېدلو فرهنګ ور زده کړو. موږ حتا د هرات ښار تر ځمکې لاندې تازه جوړ شوي سړک هم ټرافیکي پېښې لرو. بله خبره دا ده چې زیر سن ماشومان موټر چلوي، ټرافیکي پېښې کوي او د خپلې او هم نورو کورنیو ژوند ګواښي.»
ډاکټر بهزاد صالحي وايي: « تر ډېره د سر، پښو او لاسونو ماتېدو پېښې لرو. کله چې دا ډول پېښې کېږي، خلک ټپیان هره خوا کشوي چې نه باید داسې وکړي، ځکه مات شوي هډوکي رګونه او عصبي تارونه پرې کوي او د فلج سبب کېږي.»
هرات چې ګڼ شمېر تفریحي او سیاحتي سیمې لري، هر کال د اخترونو او نورو رخصتیو پر مهال د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي چې د ګڼه ګوڼې زیاتوالي سره په کې ټرافیکي پېښې هم زیاتېږي.