Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لویې پکتیا مشهور خواړه ډنډه کی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/05

ډنډکی د لویې پکتیا مشهور خواړه دي ،چې سلګونه کاله مخېنه لري او خلک یې اوس هم کورونو او همدا راز د میلمنو لپاره پخوي.

ډنډه کی غټو وریجو ، ښورا او یا کورنیو غوړو سره چمتو کیږي ،چې د نورو خوړو په پرتله یې مصرف کم او خوند زیات دی.

 د پکتیا یو تن  اوسېدونکی سخي جان وايي:« ډنډه کی شااوخوا دری سوه کاله تاریخ لري،چې پکتیا کې یې خوړل رواج یا دود دی. وړاندې به د دودونو او خیراتونو مراسمو کې هم پخیده،خو اوس دا رواج بدل شوی دی.» 

ډنډه کی کورونو کې او همدا راز د ځانګړو میلمنو لپاره چمتو کیږي او د نورو خوراکونو په پرتله یې مصرف کم او خوند زیات دی .

 د  پکتیا یو تن اوسېدونکی ملا خان  وايي:« دا موږ ته له پلار نیکه څخه را پاتې رواج او خواړه دي. کله چې موږ ته ډېر نازولي میلمانه راشي، بیا ورته همدا ډنډه کی تیارو. له ډېر پخوا دا رواج روان دی او تر اوسه پورې نه دی کم شوی.» 

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د ژمي په سړه هوا کې د دوستانو او ملګرو د بانډارونو د خواړو لومړنی فرمایش هم ډنډه کی وي .

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ چې کله ملګري د بانډار لپاره را ټولیږو، بیا لومړنی فرمایش همدا ډنډ ه کی وي.چې تیاروو. بغیر له دې بانډار خوندور نه وي. دا مو د پلرونو او نیکو رواج دی.» 

د پکیتا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زه د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یم،خو کابل کې اوسیږم،کله چې پکتیا ته راځم،دوستانو ته د ډنډه کي فرمایش ورکوم. ډېر مې خوښیږي او ډېر خوندور خواړه دي.» 

د دود له مخې پخوا وختونو کې د خیرات او ښادۍ مراسمو کې هم د میلمنو لپاره ډنډه کی چمتو کیده،خو اوس ځای نورو خوراکونو نیولی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist