Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لومړنیو پاېلو نېټه بیا وځنډول شوه

admin by admin
2019/11/13

ټاکنو کمیسیون د لومړنیو نتایجو د اعلان نیټه بیا وځنډوله.

د چارو د نه بشپړیدو له امله ټاکنو  کمیسیون نه شي کولای چې لومړنۍ پایلې سبا د عقرب په درویشتمه اعلان کړي .

کمېسیون هڅه کوي داسې پایلې اعلان کړي چې رڼې او ټولو خواوو ته د منلو وي، خو ځینې ټاکنیز ټیمونه وايي، لومړنۍ پایلې که هرکله اعلان شي دوی یې نه مني .

ټاکنو کمیسیون وايي ترهغې چې د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش لړۍ پایته نه وي رسیدلي د لومړنیو پایلو د اعلان نیټه نه شي په ډاګه کولای.

د ټاکنو کمیسیون کمیشنر اورنګزیب داسې وویل ( په یو شمېر ولایتونو کې تر اوسه د رایو بیاشمېرنه نه ده پیل شوې یو شمېر نوماندانو ددغه بهیر مخه نیولې او همدا لامل دی چې د پاېلو نېټه وځنډېده تر څو چې د رایو بیا شمېرنه نه وي بشپړه شوي د ټاکنو پایلې نه شو اعلانولی.))

په ورته  مهال سولې او اسلامي عدالت او ثبات او همپالنې  ټاکنیز ټیمونه وايي د رایو بیا شمیرنې لړۍ ورته مانا نه لري او لومړنیو پایلو اعلان هم نه مني .

څلورو ولایتونو بامیان ، لغمان ، بادغیس او ارزګان کې د رایو بیا شمیرنه پایته رسیدلې، په شلو نورو کې رای شمېرنه دوام لري، خو بدخشان ، کندز ، بغلان ، جوزجان ، پنجشیر ، پروان سرپل ، بلخ او سمنګان هغه نهه ولایتونه دي چې ثبات او همپالنې ټيم پکې د رایو بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي.

له دې سره د ولسي جرګې ځینې غړو د پایلو اعلان باندې ټينګار کړی او اندیښنه یې ښودلې، چې که څومره پایلې ځنډيږی، جنجالونه راولاړولی شي.

د کمیسیون دژمنې پر اساس چې د رایو دبیاشمیرنې او تفتیش بهیر به په یوه اونۍ کې پایته رسوي خو ددغې پروسې له پیله پنځه ورځې اوړي لا یې لومړۍ برخه نه دي شمیرل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist