Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د قره قل څرمنې صنعت کاران: له څرمنې جوړو شویو تولېداتو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/28

د قره قل له څرمنې جوړ توکي يو وخت  له مهمو او ګران بيه توکو شمېرل کېدل، خو اوس شمال زون کې د قره قل صنعت کاروباريان وايي، له دغې څرمنې جوړو شويو توليداتو سره د خلکو لېوالتیا خورا کمه شوې ده. 

دوی وايي، د قره قولي خولۍ، پکول، واسکټ، بنيان او يو شمېر نورو توکو د نه استفادې له امله د دوی د توليداتو ډېری کارخونې سقوط شوي دي

د قره قل څرمنې توليدوونکی محمد عثمان وايي:«  کاشکي اوس هم خلک له دغو څرمنو واسکت جوړ کړي، پکول جوړ کړي او په جامو کې يې وکاروي؛ خو له بده مرغه اوس د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده. زموږ کارخونې صفر شوي، حيران يو، چې څه وکړو، کارونه مو سقوط شوي دي.»

قره قل څرمنې له ځانګړو څارويو تر لاسه کېږي، چې د صنعتکارانو په وينا ډېر هغه يې د افغانستان په شمال او يو شمېر افريقايي هېوادونو کې موندل کېږي.

خو اوس سوداګر وايي، افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله مالداري کمه شوې، چې ورسره د قره قل څرمن هم په ستونزمن ډول تر لاسه کېږي.

د قره قل څرمنې  سوداګر محسن  وايي:«  د وچکالۍ له امله زراعت زيانمن شوی دی، د خلکو مالداري د لوږې له امله تلف شوې، پخوا به يوه سړي ۸۰۰ څاروي درلودل، اوس هماغه کس ۵۰ څاروي نه لري، هغه هم نه شي ساتلی، د څارويو خوړو بیه لوړه ده.»

د قره قل څرمنې یو سوداګر عبدالخالق وايي، افغانستان کې د نړيوالو الوتنو بندېدو او نړۍ کې د کورونا وېروس خپرېدو سره له دغه هېواده د قره قل څرمنې صادرات هم زيانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه:« پخوا د قره قل بازار ښه وو، خو له څلور کلونو راپدېخوا ستونزې زياتې شوي دي. بهر کې د قره قل تقاضاء کمه شوې، ښايي تاثير همدا د کورونا ويروس وي.»

د قره قل څرمنې یو بل سوداګر روح الله بیا وايي:«  د اسلامي امارت له حکومته غواړو، چې صنعتکار او سوداګر ته سهولتونه برابر کړي او تر څنګ يې بايد د قره قل صنعت د بېرته پر پښو درېدو لپاره له صنعتکارانو سره مرسته وشي.»

په ورته مهال، شمال زون کې د قره قل تحقيقاتي انستيتيوت يو مسوول محمد عارف وايي، په ۱۴۰۰ لمريز کال کې تر دې مهاله له افغانستانه څه باندې ۲۷ زره قرقل څرمنې صادرات شوي او په وینا یې شااوخوا ۶۰ زره نورې څرمنې هم صادرولو ته چمتو دي.

محمد عارف زیاته کړه:« په روان لمريز کال کې تر دې مهاله د قره قل ۲۷۰۷۹ پوستکي صادر شوي او شااوخوا ۶۰ زره نور پوستکي هم صادرولو ته چمتو شوي، چې نړيوالې الوتنې شروع شي دا به هم صادر شي.»

صنعتکاران وايي، لسيزې وړاندې به له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته په کال کې څه باندې يو میليون قره قل څرمنې صادرات کېدل، خو اوس د صادراتو دغه شمېر په کال کې سل زره څرمنو ته هم نه رسېږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist