Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/18

د پاکستان پوځي رژیم له خوا په افغانستان کې د بریدونو پر مهال د ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د هدف ګرځولو په دوام، وړمه شپه پوځي رژیم په کابل کې د روږدو کسانو د درملنی روغتون هدف وګرځاوه او یو ځل بیا یې نه بښونکی بشري جنایت ترسره کړ.

د روږدو کسانو خواخوږي او دوستان چې د تېرې شپې له برید وروسته د امېد روغتون مخې ته راټول شوي وايي، د دوی د کورنیو ځینې غړي چې په دې روغتون کې بستر وو، تمه وه چې په نږدې راتلونکي کې له روغتونه رخصت او د خپلې کورنۍ ګرمې غېږې ته راستانه شي.

راټول شوي خلک وايي، دوی اوس په دې نه پوهېږي چې امېد روغتون کې د دوی د کورنۍ بسترغړي ژوندي دي او که په برید کې شهیدان شوي.

د دوی په خبره، د پاکستان پوځي رژیم په دې وحشیانه برید سره هر څه له منځه یوړل، هغه څه چې پاتې دي یوازې خاورې او د دوی د خپلوانو خاطرې دي.

د یوه ورک ناروغ د کورنۍ غړی ولي محمد وايي: « زموږ د کورنۍ قرباني عبدالرحمان نومېده، د پلار نوم یې شمس الدین دی. دوې میاشتې کېدې چې په دې روغتون کې بستر و. خبر شوم چې ناځوانه پاکستان د شپې په تیاره کې پر روغتون بمبار کړی او زموږ ځوانان یې له منځه وړي.»

د یوه قرباني شوي ناروغ د کورنۍ غړی هارون وايي: « زما پلار له تېرو ۳ اوونیو راهیسې دلته بستر و، تر اوسه یې د مړي او ژوندي درک نه شته. راغلی یم چې مړی یا ژوندی یې پيدا کړم.»  

بله خوا، د یو شمېر ټپي شویو ناروغانو د کورنۍ غړي وايي، د ټپیانو حالت نازک دی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د دوی په وینا، د پاکستان پوځي رژیم کړنې له اسراییلو سره هېڅ راز توپیر نه لري، ځکه د دوی په وینا د روژې په مبارکه میاشت کې کافر هم داسې کار نه کوي.

دوی د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو شهادتونو ته په اشارې ټینګار کوي چې د خپلو شهیدانو د غچ اخستلو او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع لپاره چمتو دي چې د اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي. 

د یوه ټپي ناروغ د کورنۍ غړی مجیب وايي: « دلته زما ورور بستر و او په دې برید کې سخت ژوبل شوی. موږ ټول ډېر ځورېدلي یو.»

د یوه ورک شوي ناروغ د کورنی غړی آدم خان وايي: « زه ۷۰ کاله عمر لرم، خو غواړم همدا نن له پاکستان سره جګړې ته لاړ شم. د افغانستان ټول ولس ښځې او نر له پاکستان سره جګړې ته چمتو دي.»

د هغو ناروغانو خواخوږي چې په دې برید کې ورک شوي، د پاکستان پوځي رژیم دا برید له انساني اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بولي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې د دې برید غچ دې واخلي.

دوی له ملګرو ملتونو هم غواړي چې پاکستان دې د دې برید په اړه ځواب ویلو ته اړ باسي او فشار پرې راوړي چې په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو مخنیوی وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist