Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فنلڼد لومړی وزیر: روسيه د افغانانو په ګډون د يو شمېر هېوادونو کډوال د دې هېواد تر پولو رسوي

د فنلڼد لومړی وزیر: روسيه د افغانانو په ګډون د يو شمېر هېوادونو کډوال د دې هېواد تر پولو رسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/29

د فنلنډ لومړی وزیر پيټري اورپو وايي، له روسیې سره پر ګډه پوله امنیتي تدابېره زياتوي او په خبره یې د هغو پناغوښتونکو مخنیوی به وکړي، چې د افغانستان په ګډون له ځینې نورو هېوادونو د روسیې له لارې فنلنډ او بیا اروپا ته اوړي.

د اورپو په خبره، له روسیې سره پر پوله به د پناغوښتونکو د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم  وکړي.

هغه زیاتوي:« روسیه دا کار د یوه منظم پلان له مخې مخته وړي، څو اروپايي ټولنې ته امنیتي ګواښونه زیات کړي. خو هغه پناغوښتونکي چې د روسیې له لارې فنلنډ ته راځي، د مخنیوي لپاره به یې د سوېډن په همکارۍ له روسیې سره پر ګډه پوله پوځي څار زیات کړو.»

له دې  سربېره د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې یوه خبري کنفرانس کې ویلي، مسکو له فنلنډ سره پر ګډه پوله د ناقانونه پناغوښتونکو لپاره د دې ضمینه برابروي، چې اروپا ته ځانونه ورسوي او هم روسیه له کډوالۍ د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

هغه زیاته کړې:« په وروستیو اونیو کې مسکو هڅه کړې، چې د فنلنډ او روسیې پولې ته د کډوالو راتګ اسانتیاوې برابرې کړي او فنلنډ د پولو تړلو ته هڅوي. له دې سره روسیه غواړي له کډوالۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي، څو په ګاونډیو هېوادونو او د ناټو په متحدینو فشار راوړي.»  

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هغه افغانان چې اروپا ته د روسیې یا نورو هېوادونو پر قاچاقي لارو ځي، ډېری یې د اقتصادي ستونزو له امله کډوال کېږي او په خبره يې سرپرست حکومت د يوه مسوول بنسټ په توګه دې په کوردننه ټولو افغانانو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« دلته په دې برخه کې دوه موضوعات دي، یوه موضوع دا ده چې د مسافرت او کډوالۍ اساسي موخې پيدا شي او مخنیوي یې په کوردننه وشي چې ولې یو څوک اړ کېږي چې له خپل هېواد بل ته مسافر شي؟ اصلي لامل یې څه دی باید پیدا شي. دویم دا چې اسلامي امارت اوس د مسوول حکومت په توګه اړ دی چې په هر ځای کې د خپلو افغانانو پوښتنه وکړي.»

ځیني نور بیا دا د سرپرست حکومت مسوولیت ګڼي، چې باید د افغان ځوانانو د اقتصادي ستونزو او د هغو عواملو په اړه څېړنيز کمېسيون رامنځته کړي، چې له امله يې ځوانان پر سختو او خطرناکو لارو بهر ته پرتګ مجبورېږي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« خامخا که دا لړۍ همدا شان دوام وکړي، دا د افغانستان راتلوونکې پر زیان ده، دلته بیا کادرونو، نوي نسل او نوي فکرونو ته ډېر زیان رسېږي، نو دولت ته په کار ده چې دا مالومه کړي، وې ګوري، عوامل یې پيدا کړي چې ولې خلک ځي؟ ایا خلک له وېرې ځي؟ ایا خلکو ته امنیتي ستونزې دي؟ د زده کړو برخه کې ستونزې دي، اقتصادي ستونزې دي، ټولنیزې ستونزې دي. د دې لپاره دې ځانګړې کمېټه جوړه کړي او څېړنه دې وکړي او بیا دې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.»

د فنلنډ حکومت ویلي، هره میاشت زرګونه ناقانونه پناغوښتونکي له روسیې فنلنډ ته وراوړي چې ډېری یې د افغانستان، سومالیا، پاکستان، سوریې او یمن وګړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist