Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د فراه ولایت د سقوط اندېښنې پيدا شوي

admin by admin
2019/07/25

د فراه ولایت اوسېدونکې وايي جګړه د فراه ولایت تر دروازو رسېدلې خو مسوولین چوپه خوله دي.

جګړه د فراه ښار تر دروازو رسېدلې او هره شپه د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو پر ښاریانو خوب آرام کړی دی.

هرات میشتي فراهیان وايي که چیرې دولت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونکړي نو فراه به یوځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دوی پر مرکزي حکومت غږ کوي چې فراه ته نور تازه دمی سرتیري او ځواکونه ور ولېږي.

په ورته وخت کې د فراه والي هم دغه ولایت کې نا امنۍ مني خو وايي په دې اړه يې له مرکز سره خپلې غوښتنې شریکي کړې دي .

د فراه اوسېدونکي وايي، طالبان هره شپه د امنیتي ادارو څنګ ته پر امنیتي پوستو بریدونه کوي، د ښار په دروازو کې د خلکو په تلاشي بوخت وي او د ښار امنیت ګواښي.

مدني فعال عبدالناصر فراهي او عبدالرزاق سیفي د فراه د خلکو شورا غړي داسې ویلي (( جګړه د فراه د ولایت تر مقام رسېدلې، جګړه د امنیه قومندانۍ تر دروازې رسېدلې خو امنیتي مسوولین چوپه خوله دي او هیڅ اقدام نه کوي،،، د فراه ښار په منځ کې د طالبانو چک پاینټونه دي خلک تالاشي کوي او حتا ګمرکي عواید را ټولوي.))

دوی وايي، تېرو څلورو کلونو کې په ښار او ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې سلګونه امنیتي سرتېري وژل شوي، خو حکومت هېڅ پام نه دی ورته کړی.

یاد کسان وايي، د فراه جغرافيې او جیوپولیټیک موقعیت ته په کتو شته امنیتي تشکیل ورته بسنه نه کوي.

د فراه والي محمد شعیب ثابت هم فراه کې یو لړ امنیتي ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې په دې اړه يې خپلې غوښتنې له مرکزي حکومت سره شریکي کړې دي .

د فراه ولایت مدني فعالان وایي، د دغه ولایت ډېری ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي او مرکز کې هم د حکومت د واک کړۍ ورځ په ورځ تنګیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist