Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غور هوايي ډګر ځغاست لیکې بیا رغولو چارې پيل شوې

د غور هوايي ډګر ځغاست لیکې بیا رغولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/25

د غور ولایت سلطان غیاث‌الدین غوري هوايي ډګر کې د رنوې یا ځغاست لیکې بیارغولو چارې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا پیل شوې.

په دې پروژه کې د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د الوتکو کېناستلو او الوتلو رنوې یا ځغاست لیکې بیارغول، کرک فلینډ، کرک سلینډ، رمپ او یو کانال جوړولو چارې شامل دي.

د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له بودیجې ورکول کېږي او تمه ده چې تر راتلونکي یوه کاله یې چارې بشپړې شي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د زېربناوو پلانولو او پراختیا رییس رستم حفیظ یار وايي: « د دې پروژې ۸۸ میلیونه افغانۍ بویجه د اسلامي امارت د مالیې وزارت له خوا ورکول کېږي. په دې پروژه کې د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په پلنوالي رنوې جوړېږي. همدارنګه د کرک فلینډ، کرک سلینډ، رمپ ترمیمات او د ټکس وې او یوه کانال جوړول هم په دې پروژه کې شامل دي چې د یوه کال په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي.»

د غور ولایت اوسېدونکي  د هوايي ډګر له بیارغولو  هرکلی کوي او وايي، د هوايي ډګر په بیارغولو سره به یې د هوايي سفرونو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

دوی وړاندې له حکومته د غور ولایت د سړکونو او له نورو ولایتونو سره نښلوونکو لویو لارو  د بیارغولو غوښتنه هم کوي.

د غور علماوو شورا مرستیال فضل الرب جهاني وايي: « موږ خورا جدي اړتیا لرو چې زموږ د سړکونو رغونه هم په پام کې ونیول شي. په دې اړه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو.»
د غور اوسېدونکی سید هادي وايي: « د هوايي ډګر د ځغاست کرښې رغول به زموږ د خلکو ډېرې ستونزې هوارې کړي. د مثال په توګه، په بېړنیو حالاتو کې د ناروغانو لېږدول او د ځمکنیو لارو بندېدو په صورت کې د مسافرو لېږدول به اسانه شي.»
د غور اوسېدونکی رحمت الله امیني وايي: « د هوايي ډګر رغول کولی شي د غور خلکو ۵۰ سلنه ستونزې حل کړي. د اسلامي امارت له مشرانو د دې کار لپاره مننه کوو، خو هیله لرو زموږ د لویو لارو  لکه غور – هرات او غور – کابل لویو لارو رغولو ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو د غور خلک هم آرام سفر ولري.»
غور کې د سلطان غیاث الدین غوري هوایي ډګر د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۶ لمریز کال جوړ شو. په ۱۳۹۰ لمریز کال یې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي ځغاست لیکه اسفالټ شوه، خو د رنوې د تخنیکي ستونزو له امله د اوږدې مودې لپاره ملکي الوتنې ځنډېدلې وې او له امله یې د غور اوسېدونکي د هوايي سفر له امکاناتو بې برخې وو. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist