Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د غور اوسېدونکي: له مسوولینو غواړو د بیا رغونې پروژې پیل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/07

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي د لومړي ځل لپاره د غور و لایت مرکز فیروزکوه ښار ته په سفر تللي او  هلته یې له  ځايي چارواکو سربېره ولسي خلکو سره هم لېده کاته کړي دي. 

غور ته د تللي پلاوي مشر وايي،موخه یې د خلکو او ځايي ادارو ترمنځ همغږي او د دې وزارت اړوند پروژو لیدنه ده. 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن حليم وايي:«موږ له کابله د دې لپاره راغلي یو،چې دلته مسوولینو سره وګورو، کړنې او برنامې یې وګورو، د شرکتونو له استازو سره همغږي ښودل او هغو سره لېده کاته، په کارونو کې ورسره مرسته کول. د اسلامي امارت څه چې له وسه پوره کوي مرسته به کوي.» 

د غور ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست  مشر مولوي محمد ادریس شریعت  له یاد پلاوي غوښتنه وکړه، چې دغه ولایت ته دې د بیا رغوونې پروژې منظور کړي.

شریعت زیاته کړه:« هیله ده،چې موږ وکولی شو،پراختیايي او ودانیز خدمات وړاندې کړو او د هېواد په ښېرازۍ کې د پام وړ ګامونه پورته کړو.» 

د غور اوسیدونکو له مرکزي حکومت نه تللي پلاوي سره لېدنو کې د یاد ولایت لپاره د  د بیارغونې پروژو او بريښنا غوښتنه کړې ده.

مسوولینو ځايي خلکو ته ډاډ ورکړی دی،چې له برېښنا سربېره به یې په نورو برخو کې شته ستونزې هم حل کړي.

له  مرکزه د تللي  پلاوي غړی مولوي محمد شریف وايي:« د ولایت په کچه باید د برېښنا ستونزه حل شي. ځینو ځایونه کې برېښنا شته او ځینې بیا بې برخه دي. غوښتنه مو دا ده چې دې ستونزې ته مو رسېدنه وشي.» 

د یادونې وړ ده،چې د کلیو او بیا رغونې ریاست یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د روغتیایي اوبو رسولو پروژه پرانېستله. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist