Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ترکيې په استانبول کې د ۱۹ هېوادونو شرکتونو ترمنځ د غاليو نندارتون ترسره شو چې په کې د افغانستان غاليو د کلاسیک ډیزاین له پلوه لومړی مقام خپل کړ.

دلته د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې غړي را ټول شوي او هغه شرکت ستایي چې په ياد نندارتون کې يې د غاليو کلاسيک ډيزاين له پلوه لومړی مقام ګټلی و.

د يادې اتحاديې غړي وايي، د افغانستان غاليو په وار وار په نړیوالو نندارتونونو کې لومړی مقام ګټلی، خو یو شمېر ستونزې يې پر وړاندې پرتې دي چې حکومت باید ورته جدې پاملرنه وکړي.

دوی زياتوي، د صنعتي پارک نه شتوالی د خامو موادو کمښت او د ټرانزیټې لارو بندښت هغه ستونزې دي چې د غاليو توليدوونکي او پلورونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې مرستیال قربان علي جمشېد زاده د دې اتحادیې غوښتنې دا ډول مطرح کوي: « د غالۍ اوبدونکو لپاره د صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو جوړول، له هوايي دهلېزونو ملاتړ، ترڅو د افغانستان غالۍ په خپل وخت، روغه بڼه او ټیټه بیه نړیوالو بازارونو ته ورسېږي. د ډیزاین زده کولو لپاره د نړیوالو مرستو جبول او د هېواد په پوهنتونونو کې د غالۍ اوبدلو د پوهنځي رامنځته کول.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خان جان الکوزی وايي: « تاسو دا نمایشي کارونه مه کوئ، بس دی چې هغو نورو دا وکړل. ځمکه راکړئ، نه یې په اجاره غواړم او نه یې په اجاره اخلم او دا د مشرتابه امر دی چې باید ۱۸۰ زره جریبه ځمکه صنعتکار ته ورکړل شي.»

ياده اتحاديه غوښتنه کوي چې حکومت دې د هوايي دهلېز له لاري ورته اسانتياوې برابرې کړي، ترڅو وطني غالۍ اروپايي بازارونو ته صادرې کړي.

په ورته مهال د کرنې وزارت مسوولان وايي، دې وزارت ۷۲ زره هکټاره ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې کړې او چمتو دی چې د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې ته یې په اجاره ورکړي.

دوی زياتوي، افغانستان د مالدارۍ په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او په دې برخه کې د فعالو ټولو سوداګرو ستونزو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېر محمد حاتمي وايي: « له ۷۲ زرو جریبو زیاته ځمکه کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې په موخه چمتو شوې او تړون یې هم لاسلیک شوی دی.»

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول افغانستان کې یو میلیون زیات کسان د غاليو په اوبدلو بوخت دي چې۸۰ سلنه يې مېرمنې دي.

دغه اتحاديه له حکومت دا هم غواړي چې ګاونډیو هېوادونو ته دې د هغو وطني غاليو د لېږد مخه ونيسي چې له پروسېس مخکې ور وړل کېږي او بيا يې ياد هېوادونه په خپل نوم نړيوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist