Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د عمل ولسي ټولنه:د افغانستان کنګل شوې پانګه دې پرته  له قید او شرط  بېرته خلاصه شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/16

په کابل کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۷ مه»  د عمل ولسي ټولنې له لوري ناسته کې پر امریکا غږ وشو، چې افغانانو ته دې د تېرې شل کلنې جګړې غرامت ورکړي او کنګل شوې پانګه دې پرته له قید او شرط بېرته خلاصه کړي.

ناسته کې د یادې ټولنې مشر ګل اغا  صاحب زاده له نړیوالو  وغوښتل، چې امریکا دې د تېرې شل کلنې جګړې د تلفاتو او ویجاړیو غرامت پرې کړي.

صاحب زاده‌‌‌ زیاته کړه:« د غرامت غوښتونکي يو، له امریکا څخه،چې دغه يو نیم  میلیون کسان زموږ شهیدان شوي دي، زخمیان شوي دی، دا خو پرېږده،چې ماهیانو وخواړه، په ځنګلونو کې ځناورو وخوړل، نن یې هم هېواد پريښی دی، د غرامت غوښتونکي يو او ښه ده،چې دوی ورته نرخ هم وټاکه.»

صاحبزاده وایي، دغه شتمني د حکومتونو نه ده بلکې،دا د عام ولس او د افغانستان بانک پشتیبانه ده،چې یرغمل کول یې د افغانانو حق کې بې عدالتي ده.

صاحب زاده زیاته کړه:«موږ د افغانانو په استازولۍ خبرې کوو، دا د ملت مال دی، کومې اوه ميلیارده ډالره چې دوی تقسيموي، زه دا خبره کوم،چې دا خو د افغانستان د ملت مال او تاسو سره د امانت په شکل ايښی وه. اول خو تاسو دومره بدبخته خلک ياست،چې امانت خيانت کوئ، دا د  اسلامي امارت مال نه دی، دا د جمهوریت مال نه دی، دا د شاهی مال نه دی، دا د څلوېښت میلیونه کسانو پشتيبانه ده هلته.»

ناسته کې نورو ویناوالو بيا پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ،تر څو د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه پر امریکا فشار راوړي.

د عمل ولسي ټولنې یو تن غړی وايي:«زما پيغام ملګرو ملتونو ته دا دی،چې د اسلامی هېوادونو په کنفرانس او اسلامي نړۍ علماوو، تر څو مشوره وکړي او افغانانو ته د هغوی شتمنی وسپاري.»

د عمل ولسي ټولنې یو بل غړی وايي:« زه په نړۍ کې په ټولو اسلامي هیوادونو غږ کوم، ستاسې اسلامي ضمير، ستاسې اسلامي کلتور، عنعنات د اسلامي دومره ضعيفه شوي دي چې، ایا ستاسې ايماني وظيفه دا نده چې تاسو زما په سر باندې لاس ونیسئ.ایا یوه ورځ تا کفارو ته وویل ملل متحد ته دې ونه ویل چې افغانستان کې څه شوي دي.»

د کنفرانس کډونوالو وویل، که يې غږ وانه ورېدل شي، په سوله يزو لاريونونو به لاس پورې کړي، تر څو امریکا د افغانانو کنګل شوې شتمني ازده کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist