Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د علومو اکاډمۍ استادان: سرپرست حکومت د کتاب چاپولو اجازه نه راکوي

د علومو اکاډمۍ استادان: سرپرست حکومت د کتاب چاپولو اجازه نه راکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/16

کابل کې د چارواکو په شمول فرهنګیانو، ليکوالانو او استادانو د کتاب او مطالعي نړیواله ورځ ونمانځله او دغه راز د کتاب او مطالعې د ګټو په اړه یې خبرې وکړې.

د لسګونو لیکل شویو کتابونو لیکوال شېرعلي ظریفي وایي، د دې پر ځای چې د ليکوالانو ستاينه وشي برعکس ورسره زور زیاتی کېږي.

 نوموړي دغه راز د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام له کبله خپله اندېښنه څرګنده کړه.

ظریفي زیاتوي: « دا حالت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي، تر کومه به موږ نیم ملت له مطالعې محروم کړی وي او ولې یې محروم کړو؟ کوم ځای کې چا ویلي؟ راځئ استدلال سره وکړو که هر څوک یې وايي نو راځئ مناظره سره وکړو. زه وایم ښځو او نجونو ته باید هم ښوونځي او هم پوهنتونونه خلاص شي، ځکه چې زموږ د مطالعې د کچې راټيټېدو یو ستر لامل همدا هم دی.»

ورته مهال د علومو اکاډمۍ استادان وایي،  د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو ته  یې د علومو اکاډمۍ له ادرسه د ځېنو کتابونو د چاپ لپاره نمونې استولي خو د دې کار ځواب ورته نه دی ورکړل شوی.

د علومو اکاډمۍ استاد محمد شريف ځدراڼ وايي: « خفه کېږئ مه، زه د علومو اکاډمۍ استاد یم، په اکاډمۍ کې تېر کال یو کتاب هم نه دی چاپ شوی او موږ هر استاد ته ۵۰ یا ۶۰ زره معاش راکوي، دا د خفګان ځای دی، ځکه موږ کتابونه لیکلي وو، چمتو کړي مو وو؛ خو له کندهاره دستور راغی چې تاسې کتابونه نه شئ چاپولی تر هغې چې موږ اوکی کړي نه وي. کتابونه موږ په بېلابېلو رشتو کې لیکلي وو، اوس نه پوهېږم چې په ارګ کې د بېلابېلو رشتو خلک شته که نه چې دا کتابونه وګوري، مطالعه یې کړي چې دا سم دي که غلط دي، زموږ له ملي ګټو او عقیدې سره په ټکر کې دي که نه دي.»

بل خوا د کابل ښاروالۍ کلتوري چارو رئیس ولي ګل جواد هم وايي، په هېواد کې د تعلیم کچې ټیټوالي له امله د ښاروالۍ چارې ټکنۍ دي.

 دوی زیاتوي، کابل ښاروالۍ په پام کې لري چي روان کال د کابل په ټولو تفریحې پارکونو کې په بشپړ ډول معیارې کتابتونونه جوړ کړي تر څو ځوانان د مطالعې له کلتور سره بلدتیا پیدا کړي.

جواد زیاتوي: « موږ په کابل کې یوه ښکلا رامځنته کړو، دا د بې علمۍ او نه مطالعې وجه ده چې د کابل یو اوسېدونکی تر اوسه په خدای که خپل د ناستې ځای پېژني، دا د افغانستان پلازمېنه ده! خو یو ډاډ دغو ښاغلیو استادانو ته چې دلته یې ډېر ښه علمي بحثونه وکړل، د دې لپاره چې موږ څنګه وکولی شو ځوانان دې ته وهڅوو چې کتاب سره اشنايي پیدا کړي، مطالعې سره مینه پیدا کړي؛ اراده لرم چې سږکال د کابل ښار په ټولو پارکونو کې یو‌ یو کتابتون جوړ کړم، په ډېره اساسي بڼه چې ټولې اسانتیاوې باید ولري.»

اخوا بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبیدالله غفران وايي، حکومت نه شي کولی  چي ټولې ناخوالې په لنډ وخت کې حل کړي.

دوی د استادانو د څرګندونو خلاف وایي، چې یاد وزارت په تېر کال کې شاوخوا ۵۳ بېلابېل کتابونه چاپ کړي.

غفران زیاتوي: « سکولریزم، کمونیزم، بېلابېل نظرونه، د انګرېز بريد، د روس برید، د امریکا برید، بېلابېل فکري بریدونه؛ نو داسې ملت ته هر څه ته په درېیو کلونو کې رانه غواړې؟ دغه نامحسوسه مزل ګورئ، دا ښاروالي نه ده، د دفاع وزارت نه دی، د ښار جوړونې وزارت نه دی چې ۱۰۰ منزله تعمیر جګ کړم او ووایم دغه لاسته راوړنه ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي، فکري، لیکنۍ او قلمي مبارزه به ته په را‌ روان نسل کې ګورې.»

د دې کنفرانس په بل اړخ کې غوښتنې دا وې چي سرپرست حکومت دې په ولایتونو او ولسواليو کې کتابتونونه او سيارې کتاب خانې جوړې کړي، تر څو ځوانان له کتاب او مطالعې سره اشنا شي.

چارواکو له ځوانانو غوښتنه وکړه چي د ټولنیزو رسنیو پر ځای دې کتاب مطالعه  کړي ترڅو هېواد د تعلیمي کچې د لوړتیا پر اساس له نړۍ سره سیال شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist