Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د علومواکاډمۍ کې د فېروزکوه انسټېټیوټ دایمي نندارتون پرانېستل شو

د علومواکاډمۍ کې د فېروزکوه انسټېټیوټ دایمي نندارتون پرانېستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/30

د علومو اکاډمۍ په څېړنیز اتنوګرافي موزیم کې د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر ۹مه) د فېروزکوه انسټېټیوټ دایمي نندارتون پرانېستل شو.

د علومو اکاډمۍ مسوولین وایي، د تاریخي اثارو په ساتنه کې لویه موخه دا ده څو نوي نسلونه د تېرو هغو له کلتور سره بلد کړي.

دوی وایي، افغاني کلتور له نورو کلتورونو متاثر دی او په خبره یې ټول هېوادوال مکلف دي د بهرني کلتور د ترويج مخنیوی وکړي او د خپل کلتور دود کول خپل مسوولیت وګڼي.

د علومو اکاډمۍ مرستیال مولوي امیرجان ثاقب وايي: « راتلونکي نسلونو ته د تېرو قومونو او تېرو اسلافو ژوند او د هغوی پاتې شوني دلته ساتو، څو له همدې لارې د اسلافو د ژوند انځور راوباسو. زه د مجلس او فېروزکوه انسټېټیوټ مشرانو ته د ټولې اکاډمۍ په استازیتوب ډاډ ورکوم چې د افغانستان کلتوري او د افغانستان د قومونو د ثبات شیان به ان شاءالله دلته د علومو په اکاډمۍ کې ساتل شوې وي.»

د فېروزکوه انسټېټیوټ چارواکي وایي، له دې نندارتون یې موخه په ټول هېواد کې د کلتوري ارزښتونو ساتل او د نوم ورکو ملي او نړيوالو صنعتکارانو معرفي کول دي.

دوی وایي، دې نندارتون ته یې تر دې دمه ۶۶ قلمه اثار سپارلي او په خبره یې نږدې راتلونکي کې به نور اثار هم ور انتقال کړي.

د فېروزکوه انسټېټیوټ مشر احمد جاوید پویا وايي: « کله چې یو کتاب لیکل کېږي، یو اثر خلق کېږي او یو هنري کار ترسره کېږي نو مخاطب ته اړتیا لري، څو مخاطبان له هغې ګټه واخلي او لارښونیز نظرونه او سالم نقد موږ ته وړاندې کړي؛ نو همدې ته په کتو اړتیا ده چې موږ په یوه معتبرعلمي او کلتوري مرکز کې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړو او د خپلو ګرانو هېوادوالو نقد او نظرونه ترلاسه کړو. لا زیاتو مخاطبانو ته د رسېدنې لپاره له همدې لارې شونې ده چې موږ ان شاءالله دې موخې ته لاسرسی پیدا کړو او دا کار د دواړو موسسو ګډ کار او موخه ده.»

د اتنو ګرافي په دې موزیم کې ټول ۲ زره قلمه اثار نندارې ته وړاندې شوي.

د علومو اکاډ‌مۍ مسوولین دغه نندارتون د تاریخي او کلتوري ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم بولي او له مسوولینو غواړي، محصلینو ته دې زمینه برابره کړي؛ څو وکولی شي له دې نندارتون څخه لیدنه وکړي او د افغانانو له مخکېني کلتور سره پوره بلدتیا پیدا کړي.

د علومو اکاډمۍ د بشري علومو مرستیال محمد عالم اسحاقزی وايي: « زه یو وړاندیز لرم او همداراز ټولو پوهانو، استادانو او معتبرو شخصیتونو څخه چې دلته حاضر دي او په ځانګړې توګه د فېروز کوه انسټېټوټ له رهبرۍ غواړم چې باید د علومو اکاډمۍ سره په همغږۍ د انتوګرافي اشتهاراتو موضوع باید ژر تر ژره تصریح شي او د افغانستان ټولو ښوونځيو او پوهنتونونو ته بلنه ورکړل شي چې د دغه اتنوګرافي موزیم لیدنه وکړي، څو زموږ ځوانان او راتلونکي قشرونه د افغانستان له پخواني کلتوره خبر شي.»

له دې سربېره د دې انسټېټیوټ مسوولین وایي، ډېری ځوانانو ته یې په وړیا ډول د زده‌کړو زمینې د برابرولو ترڅنګ په دې هڅه کې دي چې هغوی ته د دندو زمینې هم برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist