Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د عدلیې وزارت په  جرګو کې د شخړې حل  قانون طرحه جوړه کړې

admin by admin
2021/08/02

د افغانستان عدلیې وزارت وايي، په جرګو کې د شخړې حل قانون طرحه یې په څلورو فصلونو او ۲۸ مادو کې تنظیم کړې، چې تر بحث وروسته به یې کابینې او پارلمان ته واستوي. 

د یاد  وزارت وزیر فضل احمد معنوي وايي، د یادې طرحې په تصويب او توشيح کېدو سره به جرګې قانوني بڼه پيدا کړي او د جرګې پرېکړې به رسمي بڼه ولري. 

معنوي زیاته کړه: «موږ چې پر ملي او بين المللي کچه څومره خبرې کړي، دا قانون ډېر ګټور دی. د دې قانون نافذ کېدل د ټولنې اړتیا ده.»

په جرګو کې د شخړې د حل قانون طرحه کې جرګه مارانو په تړاو راغلي دي چې ستونزه په ۳۰ ورځو کې حل کوي، د مرکچیانو شمېر به له پنځو کم او له ۳۰ زيات نه وي.

جرګه مارو مخ ته ځينې پولې هم ټاکل شوي، دوی د عامه او دولتي ملکیتونو، وقفي ملکیتونو، طلاق او هغو نورو مسایلو کې چې قانون او شریعت اجازه نه ورکوي، بحث او پریکړې نه شي کولی.

د جي آی زيډ مؤسسې استازی بيند مسر شميت  وايي: «افغانستان کې د جرګې مکانيزم مؤثر دی، زيات خلک د رسمي مراجعو پرځای جرګو کې خپلې ستونزې حل کوي.»

 د يوناما د قانون حاکميت څانګې مشره  مونيکا وايي: «د عدالت راوستل به ستونزمن وي، خو يوناما د هر اصلاحي اقدام ملاتړ کوي.»

خو د  افغانستان  بشر حقونو خپلواک کمېسيون له دې طرحې اندېښنې لري، وايي، دا طرحه له اساسي قانون سره په تضاد کې ده او ښايي د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شي.

د یاد کمېسيون کمېشنر ايوب يوسفزی وايي: «د يو شمېر قضيو صلاحيت جرګو ته ورکول له اساسي قانون سره په ټکر کې دی. دې کار سره قانون نه تطبیق کېږي، بلکې راتلونکي کې هم عدالت له منځه وړي.»

یاد کمېسيون وايي، په جرګو کې مصلحتونو ته زياته پاملرنه کېږي او عدالت پلي کېدل په کې ستونزمن کار دی.

خو  د عداليې وزارت په باور جرګه په لنډ وخت او کم لګښت سره د اړخونو په رضايت پرېکړې کوي او اوس هم ډېری افغانان د جرګو او مرکو له لارې خپلو شخړو ته حل لارې ویني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist