Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د عبیدالله بارکزي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/24

د عبیدالله بارکزي جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه .

د ملي شورا غړو د عبیدالله بارکزي ترور د افغان ولس د دښمنانو کار وباله او دا یې نه جبرانیدونکې ضایع یاده کړه .

د بارکزي زامن د خپل پلار د ترور د عاملینو د نیولو او مجازات غوښتنه کوي .

ولسمشر د بارکزي کورنۍ ته ډاډ ورکړی چې د دې پېښې په تړاو به پلټنې کوي.

د جنازې او تدفین مراسمو کې ولسمشر غني د عبیدالله بارکزي جسد ته درناوی وکړ او هغه یې د هغو قهرمانانو له ډلې یاد کړ چې د دې خاورې نور اولادونه ورڅخه جوړ دي.

ولسمشر ډاډ وښود چې د دې پېښې په تړاو به پلټنې کوي.

د ملي شورا انګړ ورته انتخاب شوی چې یو شمېر نور غړي پکې هم خاوره سپارل شوي.

د ملي شورا غړي وايي عبیدالله بارکزي پر ملي ګټو ولاړ دریځ درلود او تل یې له اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع کړې .

د لوی کندهار ځینې استازي بیا وايي چې د بارکزي د ترور عاملین ورته مالوم دي خو دا چې یې پر حکومت د هغوی د نیولو باور نشته په ګوته کولای یې نشي .

د عبیدالله بارکزي کورنۍ او حزب اسلامي چې بارکزي ورسره سیاسي تړاو درلود له حکومت غواړي چې د ترور عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري .

عبیدالله بارکزی د ولسي جرګې د شپاړسمې تقنیني دورې غړی و او د جرګې د شکایتونو کمېسیون رییس و چې د شنبې په ورځ کندهار کې نامالومو وسله والو په ډزو وواژه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist