Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو مشر د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه تائید کړې

admin by admin
2020/01/15

د طالبانو مشر ملا هبت الله د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه تایید کړې.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ  پیل شوې خبرې تر اوسه په ګونګ حالت کې دي خو تازه په قطر کې سرچینې وايي، ممکن خبرې له اوسني مبهم حالت څخه ژر ووځي.

د سولې خبرو څارونکي وايي، د طالبانو مشر ملا هبت الله له اوږده ځنډ وروسته د خپلو قومندانانو هغه پریکړه تایید کړې چې له مخې یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه شوې وه.

ازاد خبریال سیمع یوسفزي داسې وویل (( له اوږدې مودې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند هغه هوکړه منلې، ده چې وسله وال طالبان به په ښارونو کې د یوې اونۍ موده کې تاوتریخوالی نه کوي .))

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي وو چې دوی د خپل مشر وروستۍ پریکړې ته په تمه دي.

د امریکا د سولې خبرو مرکچیان هم دا مهال قطر کې دي او د طالبانو د پریکړې په اړه یې رسمي څه نه دي ویلي.

افغان حکومت ته د طالبانو دا پریکړه اهمیت نه لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي داسې وویل (( موږ دا وایو چې د سولې لپاره اوربند یو اساسي اصل دی دا غوښتنه د ټول ملت ده چې لومړی دې اوربند وشي جګړه دې ودرول شي بیا به د یوې با عزته او دایمي سولې لپاره مذاکرات پيل کړو.))

له دې ورهاخوا تازه د امریکا متحدو ایالاتو یو څېړنیز مرکز ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت فرصت تر بل هر وخت زیات شوی، سیمه او نړۍ کې د افغان سولې په اړه تر بل وخت نظریات نیږدې شوي او په دې برخه کې کاملا اجماع شته.

ارګ ډاډه دی چې له سولې سره به سیمه کې د افغانستان رول لامثبت او زیات شي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ څه باندې یوه میاشت مخکې د سولې خبرې بیا ودریدې چې ظاهرا دواړو غاړو د جګړې د کموالي لپاره په خپلو کې سره مشورې پیل کړې.

تر اوسه مالومه نه ده چې امریکا به د طالبانو د تاوتریخوالي کمښت په مقابل کې څه کوي؟ خو دا نظر شته چې ممکن امریکا هم په طالبانو خپل بریدونه ودروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist