Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو مشر: د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه دې بې له ځنډه لرې شي

admin by admin
2020/07/28

د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو پر خلاصون ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د بندیانو خلاصون سولې ته د رسېدو او دغه راز د اعتماد جوړونې لپاره اړین ګام دی.

په دغه پیغام کې د بین الافغاني مذاکراتو، بهرنیو ځواکونو، نړیوالو سره اړیکې، بیا رغونې، تعلیم او د  نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي. 

د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده ویلي، که چېرې د افغانستان ‌ابادول،‌ ديني او ملي ارزښتونو ساتل، له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع هدفونه د خبرو له لارې تر لاسه کېږي، دوی یې پلوي دي او جدي خبرې اترې د ستونزو د حل لاره بولي.

په دغه پیغام کې دغه راز راغلي، طالبانو له امریکایانو سره د هوکړې په تړاو خپل مسوولیت ادا کړی دی او له پنځو اډو د امریکایانو وتل یو ښه پرمختګ دی. 

پیغام کې راغلي: ((د دوحې تړون د عملي کیدو په لاره کې امریکایانو او متحدینو يې له افغانستان څخه د خپلو  عسکرو د بیرته ایستلو لړۍ پیل کړې، پنځه اډې يې تخلیه کړې او له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین  يې  له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي.))

په پیغام کې دا هم ویل شوي چې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه دې بې له ځنډه لرې او د سولې له فرصت څخه دې استفاده وشي.

اخندزاده دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او امن راتلل د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو په شمول د ټولې نړۍ په ګټه ده.

په یاد پیغام کې دغه راز د اوربند او او یا هم د تاوتریخوالي د کمولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې، په دغه پیغام کې د طالبانو مشر خپلو جنګیالیو ته د جنګ امر هم نه دی کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist