Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو شپږ ملاحظه لرونکي بندیان قطر ته وړل شوي

admin by admin
2020/09/08

دغه بندیان د بیلابیلو ولایتونو دي چې ټول یې د بهرنیو ځواکونو په وژلو کې لاس لري.

ظاهرا د بین الافغاني خبرو ځنډ د همدغو بندیانو لپاره دی چې اوس یې جنجال حل ښکاري.

د طالبانو دغه شپږ تنه د یو شمېر هېوادونو په ځانګړې ډول د فرانسې او استرالیا هېوادونو په ملاحظه نه خوشې کېدل چې اوس قطر ته وړل شوې دي.

یو لوری هم رسمي نه تاییدوي چې دغه کسان چېرته دي خو موثق ادرسونه وايي دا کسان دوحې ته رسیدلي دي.

د  پنځه نیم زره کسانو په ډله کې د دې بندیانو په څېر ډیر کسان و چې د بهرنیو ځواکونو په وژلو کې یې لاس درلود خو خوشې شول.

دا شپږ تنه بندیان د خاصو هېوادونو په غوښتنه تر اوسه ځنډول شوي و چې د پردې تر شاه تر بحثونو وروسته داسې ښکاري چې اړوندو هېوادونو یې له خلاصون سره مشروطي هوکړه کړې ده.

محمد داوود، اکبر خان، عبدالصبور، نقیب الله، سید رسول او حکمت الله هغه نومونه دي چې مطرح نه و خو اوس له نور ځکه هم معرفي کیږي یو شمېر هېوادونو یې د شهرت لپاره لابي وکړه.

په دې ډله کې د محمد داوود کیسه بیا یو څه سپینه ده.   هغې په هلمند کې د پولیسو په چوکاټ کې دنده درلوده، کله یې چې لمونځ کاو نو بهرنیو ځواکونو یې سپکاوی وکړ.

د لمانځه له ختم وروسته  داوود نومي د خپل ټوپک شپلۍ پر بهرنیانو ورسمه کړه چې شپږ تنه یې ځای پر ځای ووژل.

هغه د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې وروسته یې اړیکه له طالبانو سره ثابته شوه.

که دا شپږ تنه بندیان طالبانو ته وسپارل شي نو د دوحې د هوکړې له مخې د بندیانو پروسه بشپړیږي، هغه چې طالبانو پرې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لوی شرط ګڼو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ بیا ویلی چې تر اوسه د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده نهايي او کار پرې روان دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist