Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو د قطر دفتر اته تنه غړي له دندو لرې شوي

admin by admin
2020/04/04

د طالبانو د سیاسي دفتر اته تنه غړي له دندو ګوښه شوي خو طالب ویاند دغه خبر تائید نه کړ.

یوې سرچینې شمشاد ته ویلي چې په کوېټه، وزیرستان او دوحه کې د طالبانو ترمنځ د راپورته شوې ستونزې له امله د قطر دفتر اته تنه غړي له دندې ګوښه شوي دي .

سرچینه وایي،  دغه کسان د طالبانو مخکینیو وژل شویو مشرانو ملامحمد عمر او ملامنصور ته نږدې او ژمن کسان وو .

سرچینه وایي داسې انګېرل کېږي چې دغه بدلون د قطر په سیاسي دفتر کې د حقاني شبکې د استازیتوب د قوي کېدو په موخه شوی ځکه حقاني شبکې ویلي په سیاسي دفتر کې د دوی رول کم دی او که خبره یې و نه منل شي بریدونو ته به دوام ورکړي.

طالبان بیا دغه مسله  نه تاییدوي خو وايي چې تغیر او تبدیل عادي کار دی او د چارو د لاښه سمبالښت په موخه ادلون بدلون ترسره کیږي .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ته داسې وویل (( په سیاسي دفتر کې د ادلون بدلون په  اړه مالومات نه لرم او دغه مسله نه شم تاییدولی خو بیا هم تغیر او تبدیل په نظام کې عادي چاره ده د کارونو د لا ښه سمون لپاره به ترسره کېږي.))

د طالبانو د قطر دفتر مطبوعاتي څانګه بیا دغه مسله نه رد او نه تاییدوي او وايي په دې اړه ورته تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.

ملا داوود ، ضیاالرحمان مدني ، ډاکټر صالح جهانګیر وال ، قاضي سعید جان ، ملا سید رسول ، مولوي جان محمد مدني ، او شیخ محمد رسول هغه کسان دي چې د سرچینې په باور د طالبانو د قطر دفتر استازولي یې له لاسه ورکړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist