Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ترکمنستان ته تللی

admin by admin
2021/07/12

طالبان وایي، په وروستیو جګړو کې یې هغه سرحدي سیمې او سوداګریز بندرونه نیولي، چې له ترکمنستان هېواد څخه پرې سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کیږي او د پلاوي سفر یې هم په همدې موخه ترسره شوی چې ترکمنستان ته ډاډ ورکړي، چې له افغانستان سره به یې سوداګري ټکنۍ نه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « ترکمنستان ته زموږ د پلاوي د سفر موخه دا ده، چې له هغوي سره سرحدي سیمې موږ نیولي دي او همداراز ابو نصرفراهي او تور غونډۍ سوداګریز بندرونه مو هم نیولي دي. اوس ترکمنستان ته د ډاډ لپاره دا سفر ترسره کېږي، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیانمنې نه شي او لا پسې پیاوړې شي.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا په دې اند دي، چې د طالبان له لوري د جګړې زیاتوالی او د سیمې هېوادونو ته یې د سیاسي پلاوي سفرونه په دې موخه ترسره کېږي، چې د راتلونکي لپاره د دغو هېوادونو ملاتړ ترلاسه او هغه غونډې چې د سولې په تړاو جوړېږي په کې برلاسه وي.

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد وايي: « طالبانو غوښتل چې د جګړې په ډګرکې خپل قوت وښي، چې دا کار یې وکړ او د سیمې هېوادونو ته هم دغه سفرونه  په همدې موخه ترسره کېږي، چې طالبان په راتلونکو هغو ناستو کې د افغان سولې په تړاو جوړېږي د دغو هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولري.»

یو شمېر بیا په دې باور دي چې طالبان له فرصته ګټه اخلي او د سیمې هېوادونو سره د خپلو اړیکو د پراختیا په موخه یې ایران، روسیې او ترکمنستان هېوادونو ته سفرونه کړي.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي  وايي: « په دې وروستیو کې طالبانو یو شمېر سوداګریزې سرحدي سیمې او بندرونه نیولي او اوس دوي غواړي، چې ترکمنستان ته ډاډ ورکړي چې د  طالبانو له لوري ورته هېڅ ډول امنیتي ستونزه نه پيښېږي.  طالبان په دې لټه کې دي چې د سیمې  له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخه کړي.»

له دې سفره یوازې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوي مسکو او تهران ته هم سفرونه درلودل، چې موخه یې د سولې په تړاو خبرې ښودل شوې وې، خو په کور دننه باور دا دي چې په یو وخت د جګړې دوام او د سولې فرعي ناستې د افغانستان سولې بهیر سره مرسته نه شي کولی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist