Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو بریدونه زیات، خو مرګ ژوبله کمه شوې

admin by admin
2019/12/12

کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو بریدونه زیات شوي خو د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله کمه شوې ده.

ښايي دا به ډیرو ته د حیرانتیا وړ هم وي خو کورنیو چارو وزارت وايي، د تیر کال راهېسې د طالبانو بریدونه دوولس سلنه زیات شوي خو د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لس سلنه راټیټه شوې ده.

اخوا لومړۍ میرمن او د بشري حقونو ادارې بیا له امنیتي او دفاعي ادارو غوښتي چې ښځو ته ځانګړي روزنیز پروګرامونه جوړ او په امنیتي سکتور کې د دوی ونډه زیاته کړي.

له دفاعي او امنیتي ادارو سره د بشري حقونو په دې ناسته کې خبرې پر دې وشوې چې څنګه په امنیتي سکتورونو کې د ښځو ونډه زیاته او شته ستونزې یې هوارې شي.

لومړۍ مېرمن رولا غني له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي چې په امنیتي سکتورونو کې د ښځو ونډه زیاته او د شهیدانو کورنیو ته ځانګړي روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

د بشري حقونو او د جندر انسجام اداره  په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د ښځو اوسنۍ ونډه د قناعت وړ نه بولي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښځو د ونډې ګراف په زیاتولو ټینګار کوي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو په دې برخه کې د جدي اقداماتو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به عملي شي.

اخوا نړیوال مرستندویان بیا په امنیتي سکتور کې د ښځو پر زیاتې ونډې د ټینګار ترڅنګ له حکومت غواړي چې د ښځو روزنه دې د رهبرۍ تر کچې وکړي او هغوی ته دې د کار خوندي چاپیریال برابر کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist